د لاسرسي ځای

د بلوچستان وکیلان: د اتم اګست پېښې تورن دې ونیول شي


په کوټه کې د وکیلانو لاریون د های کورټ له ودانۍ څخه د بلوچستان اسمبلي مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره واويښت.

د نهې ورځ د بلوچستان وکیلانو د اتم اګست ځانمرګي برید پرضد په کوټه او د صوبي په نورو برخو کې مظاهرې او لاریونه کوي. دوی د حکومت له لوري د پېښې په اړه پر پلټونو هم سختې نیوکې وکړېاو ویې ویل چې حکومت د خلګو د ځان او مال په خوندی ساتلو کې پاته راغلی دی.دوی غوښتنه کوله چې په ځانمرګي برید کې تورنو کسانو پر ضد دې قانوني ګامونه پورته کړل شي.

مظاهره چیانو نه یوازې په لاسونو کې د خپلوغوښتنو په حق کې شعارونه (پلېکارډونه) نیولي ول بلکې د حکومت پرضد یې هم نارې وهلې.

پردی مهال دوکیلانو مشرانو وویل چي حکومت د اتم اګست په ځانمرګي برید کې د تورنو کسانو په نیولو کې پا ته راغلی دی.

داحتجاجیانو غوښتنه وه چې حکومت دې د خلکو د ځان او مال حفاظت لپاره کلک ګامونه پورته کړي.

اقبال کاسي اېډوکېټ د حکومت له لوري پر پلټنو نیوکې وکړې.

وروسته مظاهره چیان په امنیت سره د هاي کورټ و ودانۍ ته ننوتل خوپر دې مهال سخت امنیت نیول شوی وو.

د یادونی وړ ده چې په اتم اګست د کوټې په لوی روغتون کې په یوه ځانمرګي برید کې ۷۳ کسان وژل شوي چې پکې د دوو خبریالانو په ګډون ۵۶ وکیلان ول. نژدې سل تنه نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG