د لاسرسي ځای

د شمالي وزیرستان یو مشر ملک تاج محمد ووژل شو


د شمالي وزیرستان ځايي چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسله والو یو ځايي مشر او جرګه مار ملک تاج محمد په ډزو وژلي دي. دغه پېښه د اتوار/یکشنبې ورځ د شمالي وزیرستان په تحصیل ګړیوم بوبکره سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ځايي خلکو په وینا له ملک تاج محمد سره د هغه یو بل ملګری هم وژل شوي، او ډرایور یې ژوبل دی. ملک تاج محمد هغه مهال په ډزو ووژل شو چې کله نوموړی له خپله کلي خیسوره و ګړیوم ته د يوې جرګې لپاره روان وو. ځايي خلک وايي، په یاده سیمه کي تر دې وړاندې هم ناڅرګنده وسله والو یو بل کس هم په ډزو وژلی وو. دوی وايي له خیسوره تر ګړیوم پورې سیمه له وسله والو پاکه کړل شوې ده خو اندېښمن دي چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته هم دغلته ناڅرګنده وسله وال خلک وژني اوګواښونه ورته کوي. یو ځايي کس خان وزیر مشال ته وویل چې تر عملیاتو وروسته په هره ونه او بوټي امنیتي سرتېري ولاړ په نظر راځي، نو بیا ولې دغه شان پېښې کیږي.

XS
SM
MD
LG