د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې یو پولیس چارواکی وژل شوی


د کراچۍ په نارت ناظم اباد سيمه کې ناڅرګنده وسله والو د ټرېفیک پوليسو يو اهلکار په ډزو وژلی دی.

د دې ښار د پوليسو وياند قمرزېب ستي د ګل ورځ مشال راډيو ته وويل محمد ارشد نومي اهلکار د ښار له فایيو سټار څلورلاره سره نږدې نامعلومه موټرسايکل سورو وسله والو پرون اتوار ورځ په ډزو ژوبل کړو چې وروستو يې په عباسي شهيد روغتون کې ساه ورکړه.

د ټرېفک پوليسو مشر عامر احمد شېخ مطبوعاتو ته وويل چې دا د پوليسو د وژنې په روان کال کې دوېمه پېښه ده.

دپېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG