د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوقدر کې بمي چادونې اووه تنه ژوبل کړي


د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د پوليسو پر يو ګاړي نن د ګل/دوشنبې سهار شوې یوې بمي چاودنې اووه کسه ژوبل کړي دي.

د مشال راډيو خبريال وايي دغه چاودنه د شوقدر تحصيل په سرو کلي کې د پوليسو پر يوه ګاړي شوې چې پکې درې پوليس ژوبل شوي خو د ده په خبره په چاودنه کې د سورلو يو ګاړی هم په نښه شوی چې پکې ناست څلور ولسي وګړي ژوبل شوي.

چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې د بريد هدف د سرو کلي تاڼي ايس ايچ او عنايت خان وو. په ژوبل کسانو کې د کالج يو زده کونکی هم دی. د بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG