د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلان د پراخو مظاهرو هوډ لري


دبلوچستان وکيلانو د صوبايي حکومت له لورې د کويټې ځانمرګي بريد په اړه جوړ کړی کميشن رد کړی او د حکومت پر ضد يې په ټول ملک کې د احتجاج پېلولو دړکه کړې ده.

دبلوچستان بار کونسل د هايې کورټ وکيلانو د اتحاديې مشر عبدالغني خلجې نن ( یکشنبه ) په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې تور پوری کړ چې حکومت د عدالتي کميشن په جوړولو سره غواړي د کوټې د ځانمرګي بريد پلټنې وځنډوي.

ده غوښتنه وکړه چې د ياد بريد ترشا لاس لرونکي دې زر تر زره ونيول شي. په کوټه کې د اتم اګست په ځانمرګي بريد کې د څه باندې شپېته وکيلانو په ګډون درې اويا کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG