د لاسرسي ځای

ننګرهار: په ډرون برید کې ۱۳ وسلوال وژل شوي


د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې په یو برید کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې وسلوال په نښه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته وویل چې تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپین سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش ډلې ۱۳ وسلوال وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي دي.

خو داعش وسله والو تر دې دمه په دې اړه مشال ریډیو ته څه نه ویلي.

XS
SM
MD
LG