د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د پاکستانیو طالبانو یو مشر وژل شوی دی


د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترځ کې ځېنې پاکستاني طالب مشران وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې شاوخوا ۱۰ بجې شوې ده.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانیو استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پکتیکا په لمن سیمه کې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د مسود (مسید) ډلې یو ویاند اعظم طارق هم وژل شوی دی.

د اعظم طارق خپل نوم رییس خان وو او سرچینې وايي، په بمبارۍ کې د ده زوی او د شمالي وزیرستان د مده خېلو دوه نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

عیني شاهدانو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د اعظم طارق مړی یې لیدلی دی. دوی وویل، د عملیاتو پر وخت امنیتي چارواکو ورته له کورونو څخه د نه وتلو ویلي ول.

د دوی په خبره، په بمبارۍ کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو ځېنو سرچینو هم په بمبارۍ کې د اعظم طارق وژنی پخلی کړی خو خپله د خان سید سجنا ډلې لا څه نه دي ویلي.

هلته د پکتیکا چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو هم لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG