د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روس په شام کې په اوربند عملي کولو کې پاتې راغلي


د نړۍ دوه ستر هېوادونه امريکا او روس په شام کې بيرته پر اوربند عملي کولو کې پاتې راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې الوتکو په حلب ښار کې د یاغیانو پر مرکزونو بمباري کړې او په لسګونه کسان یې وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د جمعې په ورځ په نیويارک کې له خپل روسي سیال سرګی لاوروف سره تر لیدو وروسته وویل چې په دې لړ کې لږ پرمختګ شوی دی.

((امریکا به د پرمختګ لپاره له هرې ممکنه لارې د استفادې هڅه کوي. ځکه چې زموږ په فکر دا د وژنو د مخنیوي یوازينۍ لاره ده. دا د مشکلاتو د اسانه کولو یوازينۍ لاره ده او دا د شام د بیرته متحد کولو یوازينۍ لاره ده. که چيرې موږ په یوه نه یوه طریقه په دې کې بریالي نشو نو دا تباه کوونکی حالت به لا پسې خراب شي.))

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، دوی پر هیڅ نه دي سلا شوي. نوموړي پر واشنټګټن تور پورې کړ چې تېر اوربند ته یې درناوی ونه کړ.

په لندن کې مېشته د شام د بشري حقونو ډله وايي، د جمعې په ورځ وختي په حلب ښار کې لږ تر لږه ۳۰ هوايي بریدونه شوي چې ۲۷ عام وګړي پکې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG