د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيکولسن: طالبان د افغانستان پر ۱۰ سلنه خاوره واکمن دي


په افغانستان کې د امریکايي پوځ لوړپوړی کومندان جنرل جان نیکولسن وايي، طالبان د افغانستان پر ۱۰ سلنه برخه واکمن دي او هڅه کوي چې ۲۰ سلنه نوره مځکه هم ونیسي.

جنرل جان نیکولسن دا څرګندونې د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا په دفاع وزارت کې کړي دي.

نوموړي ویلي، بل پلو په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې شاوخوا ۱۳۰۰ وسله وال دي چې په شام (سوريا) کې د دې ډلې د مشرتابه له خوا پېسې او لار ښوونې تر لاسه کوي.

نیکولسن ویلي، د افغان ځواکونو زیاتره مرګ ژوبله پر امنیتي پوستو وي او دا ځواکونه نه سمه روزنه لري او نه هم مناسب سامانونه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې خپله وړتیا زیاته کړي او په هیواد کې خپل واک لا پسې وغځوي.

جنرل نیکولسن ویلي، امریکايي او افغان ځواکونو د اسلامي دولت یو شمېر مشران وژلي چې زیاتره د پاکستانیو طالبانو پخواني غړي وو.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د امن تړون په هیواد کې د سولې پر لور یو ډاډمن ګام دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG