د لاسرسي ځای

"پاکستان کې د شناختي کارډونو د ارزيابۍ لړۍ ګړندۍ شوې"


د پاکستان حکومت وايي، په تېرو درو میاشتو کې یې د ۸۲ اعشاريه پنځه ميليونه شناختي کارډونو تصدیق کړی دی.

دا خبره د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړه.

چودري نثار علي خان وویل، په تېرو درو میاشتو کې له ۱۰۵ میلیونه شناختي کارډونو څخه د ۸۲ اعشاریه پنځه میلیونو تصدیق شوی دی.

نوموړي وویل ، نادرا تر اوسه دوه لکه جعلي شناختي کارډ لرونکي په ګوته کړي دي او دوی به د شناختي کارډونو د تصدیق لپاره یو دایمي طریقه کار جوړوي.

د نوموړي په وینا، پنځوس زره شناختي کارډونه بند کړل شوي دي. خو پښتانه ملت پال مشران تور پورې کوي چې د زرګونه پښتنو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي.

په پاکستان کې د شناختي کارډونو تصدیق له هغه وروسته کېږي چې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته په ډاګه شوه چې هغه پر پاکستاني شناختي کارډ او پاسپورټ سفرونه کول.

XS
SM
MD
LG