د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: د سولې په تړون کې د هېواد لاس ته راوړنې خوندي دي


د افغانستان د ولسمشر د فتر (ارګ) د بخښنې د نړیوال سازمان په غبرګون کې وايي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره په شوي تفاهم لیک کې د تيرې يونيمې لسيزې ټولې لاسته راوړنې خوندي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه نن(شنبه) مشال راډیو ته وويل:

"که چېرته له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه په دقیقه توګه وکتل شي نو ټولې اندېښنې رفع کيږي او په دې کې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې خوندي دي."

د ارګ ماڼۍ له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مشرې حوریې مصدق د حزب اسلامي د مشر او نورو غړو لپاره د قضايي مصونیت موضوع د اندیښنې وړ بللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG