د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي او پاکستاني پوځیان په لومړي ځل مشقونه کوي


د روسيو پوځيانو يوه ډله له پاکستانيو پوځيانو سره د ګډو پوځي مشقونو او تمرينونو لپاره د لومړي ځل لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشر جنرال عاصم سليم باجوه د جمعې په ورځ پر خپل ټويټر پاکستان ته د روسيو پوځيانو د رسېدلو پخلى کړى او ليکلي يې دي:

​"د روسیې ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاته شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډو پوځي مشقونو کې برخه واخلي."

دا په ١٩٤٧م کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته لومړى ځل دى چې روسي پوځيان دغه هېواد ته ځي او په ګډو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي.

په دا وروستيو کلونو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ خپلمنځي اړيکي غوړېدلي چې په ترڅ کې يې روسيې په ٢٠١٤م کال پاکستان ته د وسلو ورکولو بنديز هم ليرې کړى.

د دغه بنديز تر پورته کولو وروسته د روس او پاکستان ترمنځ د جنګي هېليکوپټرو ورکولو يو تړون هم لاسليک شو، خو تر دې دمه لا د هغو هېليکوپټرو درک نه دى لګېدلى.

پاکستانيو رسنيو د روسیې او پاکستانيو پوځيانو ګډو پوځي تمرينونو په اړه په خپرو کړو راپورونو کې دغه تمرينونه د دواړو هېوادنو ترمنځ په دفاعي برخه کې د تعلقاتو پراختيا بللې ده.

که څه هم یوڅو ورځې مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هنديو پوځيانو پر يوه کېمپ تر بريد وروسته چې ١٨ هندي پوځيان پکې ووژل شول، داسې راپورونه خپرېدل چې ګواکې روسیې له پاکستان سره ګډ پوځي تمرينونه لغوه کړي.

خو بيا وروسته په روسيه کې د پاکستان سفير قاضي خليل الله له پاکستانيو رسنيو سره په خبرو کې دا راپورنه رد کړل او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ به پوځي تمرينونه په ټاکلې نېټه په پاکستان کې ترسره شي.

په پاکستان کې په داسې وخت کې د روسيو او پاکستانيو پوځيانو ګډ پوځي مشقونه کېږي چې په دا وروستيو کې د اسلام اباد او کابل او اسلام اباد او ډیلي اړيکي د پخوا په پرتله ترينګلي شوي او له بلې خوا امريکا هم پر پاکستان فشار زيات کړى، چې پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پرضد جدي اقدامات وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ډيلي او اسلام اباد اړيکي تر هغه وروسته ترینګلي شوي چې وسله والو ترهګرو څو ورځې مخکې په هندي کشمير کې د هند پوځيانو پر يوه کېمپ بريد وکړ او ١٨ پوځي سرتېري يې پکې ووژل.

د هند حکومت د هغه بريد پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان د هند تورونه رد او بې بنياده وبلل.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG