د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د رحمي مېرمن افغانه ده


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د دوی د اطلاعاتو پر بنسټ د رحمي مېرمن په ۱۹۹۱ کال په کابل کې زېږېدلې ده او ښايي پاکستان ته به یې تګ راتګ کاوه.

هغه زیاته کړه:

"د رحمي په نامه چې څوک نیول شوی، په خټه افغان امریکایي دی چې له ۱۹۹۵ کاله په امریکا کې ژوند کوي، باور لرم چې تاسو د رپوټونو له لارې په دې خبر یاست، ځینې رپوټونه خپاره شول چې د هغه مېرمن پاکستانۍ ده، دا سم نه دي، زموږ د لومړنیو څېړنو له مخې دا مېرمن د افغانستان شهریت لري او په ۱۹۹۱ کال په افغانستان کې زېږېدلې ده."

مخکې فکر کېده چې اسیه د پاکستان شهریت لري، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند که څه هم دا ادعا رد کړه، خو د رحمي د مېرمنې نوم یې وا نخیست.​

امریکایي رسنۍ وايي چې احمد خان رحمي تر دې مخکې له یوې بلې مېرمنې سره ژوند کاوه او له هغې یې یو زوی هم دی.

د سي بي اېس ټېلیویژن شبکې رپوټ ورکړ چې د احمد خان رحمي مېرمن اسیه د امریکا متحدو ایالتونو ته ستنه شوې ده.

دې د امریکا پولیسو ته وعده کړې چې د مېړه په تحقیقاتو کې به هر ډول همکاري کوي.

رحمي له اسیې دوه ماشومان لري، د امریکایي چارواکو په وینا تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه لري چې اسیه شکمنه وګڼي.

له بلې خوا د امریکا څارنوالۍ یوه چارواکي ویلي، احمد خان رحمي مخکې تر دې له ماریا مینې څخه هم یو ماشوم درلود.

مینې امریکایي چارواکو ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې یې رحمي نه دی لیدلی او نه یې ماشوم له هغه سره یوڅه فزیکي اړیکې درلودلې.

د نیویارک او نیوجرسي په هغو بریدونو کې چې احمد خان رحمي یې ذمه وار بلل کېږي، ۲۹ تنه ټپي شوي دي.

​دی دغه راز د دوشنبې په ورځ د نیوجرسي ایالت د لیدین په ښار کې له پولیسو سره ونښت او دوه تنه پولیس یې ټپيان کړل.

په هغه پېښه کې دی هم په لاس ټپي شو او روغتون ته ولېږدول شو، اوس یو شمېر امریکايي چارواکي وایي چې د ده د محکمې لومړی پړاو ښایي په روغتون کې پيل شي.

XS
SM
MD
LG