د لاسرسي ځای

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره سوله د هېچا پر ضد نه ده


افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، له حزب اسلامي سره د سولې عالي شورا پرونۍ موافقه د ((هېچا ضد یا کمزوري کولو)) لپاره نه ده.

نوموړي تېر مازیګر د اسلامي حزب د سولې مذاکراتو له پلاوي سره د لیدو پر وخت وویل، دا موافقه یې ((د ملي ګټو په خاطر)) کړې ده.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، غني د اسلامي حزب پلاوي ته وویل، دا موافقه ((وسله والو مخالفانو ته د سولې واضح پیغام ورکوي.))

بیان زیاتوي، په غونډه کې د ګلبدین حکمتیار د پلاوي مشر انجینر محمد امین کریم وویل، ((د نظام ملاتړ، د هېواد دفاع او د خلکو خدمت لپاره هر ډول قربانۍ)) ورکولو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG