د لاسرسي ځای

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د نیویارک او نیوجرسي د پېښو په تړاو د نیول شوي کس مېرمن افغانه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا تېر ماسپښين په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په رسنیو کې راغلي چې د احمد خان رحمي ښځه پاکستانۍ ده:

((نیول شوی کس چې رحمي نومېږي یو افغان الاصله امریکايي وګړی دی. په رسنیو کې راغلي چې د هغه ښځه پاکستانۍ ده، دا سمه نه ده. زموږ له لومړنیو څېړنو سره سم، هغه هم افغانه ده چې په ۱۹۹۱ز کال کې په کابل کې زېږېدلې وه.))

زکریا د رحمي د ښځې نوم وانخیست خو ویې ویل دا ممکنه ده چې هغه پاکستان ته راشه درشه لري.

په عین وخت کې ځېنو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې رحمي یوه بله ښځه هم لرله او له هغې یو زوی لري.

څو ورځې مخکې په نیویارک کې په بمي چاودنه کې ۲۹ کسان ژوبل شوي ول او بیا په نیوجرسي کې د رحمي او پولیسو تر منځ ډزې وشوې چې پکې نوموړی ژوبل شو او دا مهال په روغتون کې دی.

XS
SM
MD
LG