د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، قبایلي سیمې یې له وسله والو پاکه کړې


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا تېر ماسپښين په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې یو ځل بیا وویل چې بې له توپیره یې د ټولو وسله والو پر ضد عملیات کړي.

نفیس زکریا دا خبرې پر داسې وخت وکړې چې په وروستیو کې د امریکا کانګرس دوو غړو له حکومته وغوښتل چې پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړي هېواد په توګه ونوموي.

په عین وخت کې هند او افغانستان هم پر پاکستان د وسله والو ډلو د ملاتړ تور پورې کړی چې اسلام اباد یې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG