د لاسرسي ځای

د خیبر ایجنسې د تعلیم محکمه وایي، تر یوې اوږدې مودې پس یې په باړه کې د جینکو تعلیم بیا بحالۍ کار پیل کړی دی او هلته یې نه یوازې ښځینه استادانې سکولونو ته لېږلې دي بلکې په سلګونه ځایي جینکۍ هم په سکولونو کې داخلې کړل شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ د تعلیم محکمې ښځینه چارواکې نورینې سید مشال ریډيو ته وویل:

(ما په خپله د ځپل شوې سیمې باړې دورې وکړې، په سرکاري سکولونو کې ښځینه استادانو ډیوټۍ شورو کړې دي، چې کوم سکولونه وران شوي د متبادل په توګه راته ځایي خلکو حجرې خالي کړې او جینکې پکې زده کړې کوي. په قبایلو کې د جینکو تعلیم په اړه ډېره پوهه راپیدا شوې ده او تعلیم یوازینې لاره ده چې زموږ د کامیابۍ او د مخکې تګ سبب وګرځي.)

د خیبر ایجنسې په باړه کې د سرکاري سکول یوه استاده سکینه وایي چې ((سکولونه خلاص شوي خو استادانې او جینکۍ پکې اوس هم له مشکلاتو سره مخامخ دي. د ناستي سم ځایونه، فرنیچر او د اوبو آسانتیاوې نه لرو او د ټرانسپورټ او سیکیورټي سهولت هم غواړو.)

د خیبر انتظامي چارواکي وایي:

(امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د باړې زیاتره برخې له وسلوالو پاکې کړل شوي دي او بې کوره شوي خلک ورته ستانه شوي او د بیا بحالۍ کارونه پکې روان دي.)

په باړه کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد خوا وشا اووه کاله پوځي عملیات وشول او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځه پکې په نښتو کې ګڼو ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي خو اوس په دې سیمه کې د حکومت واکمني بحال شوې ده.

XS
SM
MD
LG