د لاسرسي ځای

د خوست یو شمېر مدني فعالان او روڼ اندي وايي، چې د افغانستان د روانې سیاسي او امنیتي کشالې یواځنۍ حل لاره سوله ده.

دوی زیاتوي، که روانې جګړې ډېر دوام هم ولري، بیا هم ښکیلې خواوې مجبوره دي، چې د سولې او خبرو اترو لپاره سره کیني او تر روغې جوړې وروسته د خپل هېواد په ابادۍ او د خلکو په هوساینه کې په ګډه ونډه واخلي.

د خوست مدني فعالانو او روڼ اندو یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ د سولې د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل، هر کله چې همدا وسلوال مخالفین د هېواد له زیانمنیدو وروسته یو وران او کنډواله هېواد ته راستنیږي، نو اوس دې، همدې اباد او ودان هېواد ته راشي او د خپلې خاورې په ابادۍ او د خلکو لپاره د سولې په ټېنګولو کې دې ونډه واخلي.

نورشاه نوراني زیاته کړه:

((دا چې یو ځل زموږ څخه افغانستان ورانیږي او بیا وروسته سوله کوو او خپل هېواد ته راځو، بیا کنډوالو کې اوسیږو، نو بایده دادي چې پدې اباد افغانستان کې سوله وکړو د خپل هېواد او هېوادوالو سره یو ځای شو او د خپل هېواد پر پرمختګ او سوله ییز ټیکاو کې رول ولوبوو.))

د خوست د نادرشاه کوټ سرپرست ولسوال ګلاب منګل د روانو جګړو پړو د سیمې د هېوادونو پر استخباراتو اچوي او وايي چې هغوی زموږ د خلکو له احساساتو څخه د هېواد په مقابل کې ګټه اخلي، همدرانګه یو تن مدني فعال او بوستان ولیزی وايي، چې مدني ټولنه د ولس د سوله ییز ذهنیت د جوړولو لپاره ښه رول لوبولای شي.

ګلاب منګل او بوستان ولیزی زیاتوي:

((ولسونه هر وخت او هره لحظه د سولې په باره کې زموږ سره کمک او همکاري کوي، خو ځنې خود غرضه او خارجي استخباراتي کړۍ دي، چې زموږ د ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مخورو له پاکو احساساتو څخه استفاده کوي، دوی اکمالوي او د پردیو په اشاره په خلکو کې نفاق اچوي.

۲-د ټولنیزو سازمانونو غړي او مدني فعالان د ولس په ذهنیت جوړونه کې رغنده رول لوبولی شي، ځکه دوی ولس سره مستقماً په اړیکه کې دي او پدوی کې د هغو کسانو نظر چې د سولې په خلاف يې لري هغه روښانه کولای شي.))

قومي مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ د سولې په ټېنګولو کې د قومي مشرانو ونډه ډېره ټاکوونکې او اغېزمنه بولي او زیاتوي چې د حزب اسلامي سره د افغان حکومت روان مذاکرات هم ګټور دي او پدې سره د ټولو مخالفو ډلو په ګډون یوې سرتاسري سولې ته لاره هواریږي.

حاجي محمدعلي ځدراڼ وړاندې وايي:

((پدې ورځو کې د ملي یووالي حکومت د بریاوو نه یوه مهمه لاسته راوړنه داده چې د سولې پروسه پرمخ روانه ده، پدې ورځو کې د حکمتیار صیب په مشری د حزب اسلامي سره د سولې د مسالې نږدې کېدل ډېره مهمه لاسته راوړنه ده، د تنظیم سره سوله خو لویه خبره ده، که له یو فرد سره هم سوله وشي لویه خبره ده او موږ يې تائیدوو.))

مدني فعال افسر سعادت په افغانستان کې د روانو جګړو تر ټولو مهم لامل د قانون نه حاکمیت بولي، دی وايي کچیرې حکومت په عامو او خاصو خلکو یو ډول قانون پلی کړي په خپله سوله راځي او د نا امنیو لمنه ټولیږي.

افسر سعادت زیاتوي:

((زما هیله د خپلو لوړ پوړو چارواکو څخه داده چې قانون ته درناوی وکړي او قانون له ځانه نیولي تر عامو خلکو پورې یو شانې پلی کړي، انشاالله پدې وطن کې به سوله راځي او نا امني به نه وي.))

د یادونې وړ ده د سپټمبر ۲۱ مه چې د سولې د نړیوالې ورځې سره برابره ده، پدې وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم لمانځل کیږي، که څه هم نور کلونه به دا ورځ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو په مالي همکارۍ د یو شمېر غیر حکومتي موسسو لخوا لمانځل کېده، خو سږ کال په سویل ختیځ زون کې د سولې نړیواله ورځ ځايي ولایتي ادارو ولمانځله.

XS
SM
MD
LG