د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د افغان نجونو زړورتیا وستایله


د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سېشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ولسمشر په توګه په خپله وروستۍ وینا کې پر نړیوالو غږ وکړ، د داسې دولتونو جوړېدو مخنیوی دې وکړي چې د اقتصادي بې‌ثباتۍ او دېکتاتورۍ پر لور ځي، د انزوا سیاست چلوي او له زغمه کار نه‌اخلي.

ولسمشر اوباما په ملګرو ملتونو کې په خپله وروستۍ رسمي وینا کې د هغو افغانو نجونو د زړورتیا ستاینه وکړه چې په‎ دې هېواد کې له روان تشدد سره ‌يې ښوونځي ته تګ نه‎دی بند کړی او تعلیم ‌يې غوره ګڼلی دی.

په بلخ کې زده کوونکي
په بلخ کې زده کوونکي

ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال، په نړیواله کچه د ډیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو د ملاتړ لپاره د خپل هېواد د هڅو یادونه وکړه او و یې‌ ویل چې په‎ دې اړه د امریکا پر بريا ویاړي.

اوباما وویل، امریکا د بشريت په تاریخ کې هغه ځانګړی قدرت دی چې یوازې خپلو ګټو ته له کتو پرته ‌یې له خپلو پولو بهر په نورو هېوادونو کې له نېستۍ سره مبارزه کړې، د بشري حقونو خونديکولو لپاره‌ یې غږ اوچت کړی او د ډیموکراسۍ ملاتړ یې کړی دی.

د بارک اوباما په وینا، امریکا په وروستیو کلونو کې خپلې تېروتنې منلي او د خپلې خبرې او عمل یوکولو په هڅه کې بریالی شوی دی.

اوباما څرګنده کړه چې امریکا د خپلو متحدانو د امنیت ټینګولو سره مرسته کړې او په ټوله نړۍ کې یې د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره خپلواکو سازمانونو او دولتونو ته د مرستې لاس ورغځولی دی.

بارک اوباما زیاته کړه:

"د دې خبرو پر وخت زما د افغانستان هغه نجونې په فکر کې دي چې یوازې ښوونځي ته د تګ لپاره ‌یې تشدد پر ځان منلی دی، د پوهنتون هغه زده کوونکي یادوم چې د داعش په څېر د افراطي ډلو د تشدد پر خلاف ‌یې انلاین کمپاینونه پيل کړي دي. ما په ‎دغه هېواد کې زده کړل چې زموږ هویت پر دې نه‌ ولاړ چې نور خلک تر پښو لاندې کړو، بلکې له نورو خلکو سره په مرسته، جوړېږي. زما په باور، د دې پېړۍ ستره ازموینه دا ده چې موږ ټول د نړیوال ظرفیت د لوړولو لپاره کار وکړو."

ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې روسیه د خپل "بایللي شان" د بیرته ګټلو هڅې کوي خو د دې لپاره له زوره کار اخلي او خبرداری یې ورکړ، که روسیه د خپلو ګاونډیانو په چارو کې لاسوهنه جاري وساتي، په نړۍ کې به خپل درننښت وبایلي او امنیت به ‌یې له خطر سره مخامخ شي.

ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ۱۹۳ هېوادونو استازیو ته په وینا کې پر بډایو دولتونو غږ وکړ چې د جګړې له امله له بې‌کوره شویو خلکو او پناه غوښتونکو سره مرستې زیاتې کړي.

بارک اوباما وویل:

"ډېرو هېوادونو له پناه غوښتونکیو او د جګړې له امله له بې‌ځايه شویو کورنیو سره مرستې کړي خو زیات داسې دولتونه شته چې له اقتصادي او جفرافیايي اړخه په ښه دریځ کې دي او زیاته مرسته کولای شي.."

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دې سازمان عمومي منشي بان کې مون هم د پناه غوښتونکو او د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره مرستو ته د نړیوالو د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

بان کي مون: پناه غوښتونکې او کډوال له کرکې سره مخامخ کېږي.

د م.م عمومي منشي بان کي مون
د م.م عمومي منشي بان کي مون

بان کې مون زیاته کړه:

"په ډېرو مواردو کې پناه غوښتونکي او کډوال له کرکې سره مخامخېږي، په ځانګړي ډول یو شمېر خلک د خپلو عمومي او کلیشه‌یې افکارو له امله پر مسلمانانو شک کوي او دا کار زموږ پخوانۍ ترخې خاطرې ژوندۍ کوي. زه پر رهبرانو او سیاسي کاندیدانو غږ کوم چې د رایو غونډولو لپاره له داسې کرکجنو او خطرناکو ویناوو ډډه وکړي چې په خلکو کې د وېرې او تفرقې خپرولو سبب کېږي. نړیوال باید د درواغو پرضد او د ریښتیا د پټولو هڅو پر ضد راولاړ شي او د تعصب هره بڼه باید رد شي."

بان کې مون او بارک اوباما دواړو عمومي اسمبلۍ ته په ویناوو کې کرکه او تعصب د نړیوالې ودې لپاره خنډ بللی دی.

دا په‎ داسې حال کې ده چې د رومن کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسېس پرون په ایټالیا کې د اسلام او یهودیت په ګډون د نړۍ د بېلابېلو دینونو د پیروانو تر منځ د تفاهم زیاتولو لپاره د مذهبي استازو غونډه پیل کړه.

په‎ دې درې ورځنۍ غونډه کې د مختلفو دینونو لږ تر لږه ۵۰۰ استازي ګډون لري.

په غونډه کې چې پاپ فرانسېس هم وینا ورته وکړه، په افغانستان او سوریه کې د جګړې قربانیانو ته دعا وشوه.

پاپ فرانسېس په نړۍ کې روانو جګړو او د پناه غوښتونکو وضعیت ته په اشاره وویل:

"دې پېښو زما زړه مات کړی. سوله سپېڅلې او جګړه کرغېړنه ده."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG