بانکي مون د وینا پر مهال شامي حکومت تورن کړ چې د هېواد په تېر پنځه کلن جنګ کې یې په زیاته اندازه ولسي خلک وژلي دي.
نوموړې زیاته کړه: پیاوړي ملاتړ کونکي، هم د خلکو د وینو بهولو مسول دي، ځکه چې دوی د جنګ ماشین د روان ساتلو لپاره مواد برابر کړي.
په نیویارک کې د ۱۳۵ هېوادونو د مشرانو دغه غونډه به د روانې میاشتې تر ۲۸ مې روانه وي چې پکې پر مهمو نړیوالو شخړو خبرې وشي.
په دغو شخړو کې د سوریې جنګ، په نړۍ کې د داعیش حملې او د غربت له وجې د میلیونونو خلکو هجرتونه شامل دي.
په نیویارک کې د امریکا او روسیې لوړ پوړي سفارتکار به هم د شام د نړیوالو ملاتړو له ډلې سره وګوري.
دا ډله د شام حکومت د اپوزیسون ملاتړ کونکیو هېوادونو څخه جوړه ده.