د لاسرسي ځای

انجلینا جولي له خپل خاوند د طلاق غوښتنه وکړه


پېژندل شوې امریکايي هنرمندې "انجلینا جولي" د سېشنبې په ورځ له خپل خاوند "براد پیت" څخه د طلاق غوښتنه وکړه.

د دې پېژندل شوې هنرمندې وکیل ویلي چې انجلینا جولي له براد پیت سره د داسې مخالفتونو له امله د طلاق پرېکړه کړې چې د حل وړ نه‌وو.

انجلینا جولي ۴۱ کلنه او براد پیت ۵۱ کلن دی.

رپوټونه وايي چې انجلینا جولي ښايي له محکمې وغواړي چې د ماشومانو سرپرستي دې ته وسپاري. براد پیت او انجلینا جولي شپږ ماشومان لري.

براد پیت او انجلینا جولي د امریکا د سینما "هالیووډ" تر ټولو پېژندل شوې جوړه بلل کېده.

انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د استازې په توګه، د افغانستان په ګډون زیاتو جګړه ځپلو هېوادونو ته تللې او د جګړې له امله بې‌کوره شویو خلکو ته‌يې د مرستې غږ اوچت کړی دی

XS
SM
MD
LG