د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کډوالو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غونډه پیل شوه



نیویارک: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د ارمېنیا بهرنیو چارو وزیر اډورډ نبالبندیېن وینا کوي، ۱۹ سېپټېمبر، ۲۰۱۶
نیویارک: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د ارمېنیا بهرنیو چارو وزیر اډورډ نبالبندیېن وینا کوي، ۱۹ سېپټېمبر، ۲۰۱۶

په نیویارک کې د دوشنبې په ورځ د کډوالو او مهاجرینو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیل شوه.

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې دا مهال تر بل هر وخت ډېر خلک کډوال شوي او یا په هجرت مجبور شوي دي.

تمه کېږي، د ملګرو ملتونو په دغه سرمشریزه کې به د ۱۹۳ غړي هېوادونو مشران په دې سلا شي چې څه ډول د کډوالو او مهاجرینو د انساني حقونود تحفظ لپاره همکاري وکړي. خو د انساني حقونو ډلو لا له وړاندې دغه ممکنه سند رد کړی او ویلي یې دي چې دا د دې متاثرینو د ستونزو هوارولو لپاره کافي نه دي.

دغه سرمشریزه چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په بلنه کېږي، ښايي نن(سېشنبه) پکې شاوخوا ۴۰ هېوادونه له کډوالو او مهاجرینو سره د زیاتو مرستو وړاندیز وکړي.

دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۶۵ میلیونه خلک د شخړو، د انساني حقونو نشتوالي او یا غربت له وجې د تېښتې په حال کې دي.په دوی کې له نیمايي زیاتو ته د پاکستان په ګډون اتو (۸) هېوادونو پناه ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG