د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام حکومت د اوربند تړون ختمولو اعلان وکړ



سوریا: دا د لوېدیز حلب ښار ته پروت د یاغیانو تر ولکې لاندې په ارم ال کوبرا ښارګوټي کې د هغه وران ټرک تصویر دی چې په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی. ۲۰ سېپټېمبر ۲۰۱۶
سوریا: دا د لوېدیز حلب ښار ته پروت د یاغیانو تر ولکې لاندې په ارم ال کوبرا ښارګوټي کې د هغه وران ټرک تصویر دی چې په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی. ۲۰ سېپټېمبر ۲۰۱۶

روسیه وايي د شام حکومتي ځواکونو د روسیې هوايی ځواک په ملاتړ د دې هېواد په لوی ښار حلب د مشکوکو ترهګرو حمله پرشا تمبولې ده.

د روسیې دفاع وزارت وویل، د سېشنبې ګهیځپه الشقیف سیمه کې د جګړی پر مهال ۴۰ بریدګر وژل شوي دي.

یاد وزارت وايي په دې جګړه کې د وسله والو یوشمېر ګاډي هم تباه کړل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د شام پوځ د هغه اوربند تړون د ختمولو اعلان وکړ چې د روس او امریکا په منځګړیتوب په دغه هېواد کې له یوې اوونۍ راهیسې عملي شوی وو.

د روسیې پوځ وايي دا بې معنا ده چې د شام پوځ به د باغیانو بریدونو په وړاندې د ډزبندۍ په تړون یو اړخیز عمل کوي.

په عین حال کې امریکا په شام کې د دوشنبې په ورځ پر هغه برید غوسه ښودلې چې حلب ښار ته په انساني مرستو وړونکو شامي فعالینو شوی او پکې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم د دې پېښې پخلی کړی دی خو دا معلومه نه ده چې دغه بریدونه د کوم هېواد جنګي الوتکو ترسره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG