د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا دې د ګلګت بلتستان غوندې صوبه شي


د خیبر سیمې ځینې ولسي مشران
د خیبر سیمې ځینې ولسي مشران

د فاټا اصلاحاتو کمیټې له خوا د پاکستان وزیر اعظم ته په قبایلي سیمو کې د سیاسي او انتظامي اصلاحاتو او د دغه سیمې د آینیي حیثیت بدلون په اړه د سپارښتونو رپورټ وړاندې کړل شوی دی.

په دې کې یوه مهمه سپارښتنه دا دشوې ده چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي، که څه هم د قبایلي سیمو سیاسي ګوندونو مشرانو او ځینو پارلېماني غړیو د دغه رپورټ ستاینه کړې خو ځینې قبایلي مشران یې بیا مخالفت کوي او وایي چې دوی په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامیلېدل نه غواړي.

د خیبر ایجنسۍ یو مشر ملک صلاح الدین اپرېدي مشال راډیو ته وویل،

(موږ په خیبر پښتونخوا صوبه کې نه شاملیږو، اول دې له باجوړه تر وزیرستانه بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه کړل شي له هغه پس به بیا دغه مشران سره کښېني او او یو څه حل به یې را-اوباسي)

ایو بل مشر وزیر احمد کوکي وایي:

( که یوڅوک له قبایلو سره ښېګړه کول غواړي نو آزاد حیثیت دې راکړي لکه ګلګت بلتسان ته چې ورکړل شوی دی بس قبایل به ځان ته په خپله قانونسازي کوي.)

د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري له ملک صلاح الدینه وپوښتل، پر ملکانو اکثره تورونه لګي چې له پولیټیکل ایجنټانو مراعات اخلي نو ځکه دغه نظام بدلول نه غواړي نو په ځواب کې یې وویل:

( اوس خو ټول مراعات او پرمختیایي کارونه د سیمې پارلیماني غړیو په خپل لاس کې اخیستي دي، نو پولیټیکل ایجنټ خو موږ ته دومره مراعات نه راکوي لکه دوی ته چې ملاوېږي، موږ ته ډېرې کمې روپۍ ملاوېږي.)

په خیبر ایجنسې کې د تحریک انصاف ګوند مشر عبدلرازق شینواری وایي:

(موجوده ایف سي آر نظام دې له منځه یووړل شي او قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي نو له دې سره به موږ ته ډېرې ګټې په لاس راشي. په صوبایي اسمبلۍ کې به مو نمایندګي پیدا شي، بلدیاتي انتخابات به وشي او اعلا عدالتونو ته به مو رسایي پیدا شي، د پولیټیکل ایجنټ اختیارات به ختم شي او یو عوامي نماینده یاني ناظم سره به اختیارات وي.)

د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ د سپارښتونو په رپورټ کې ویل شوي دي:

(د قبایلي سیمو خلکو لپاره غوره انتخاب په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامیلېدل دي، خو دغه کار به په پینځو کلونو کې پوړ په پوړ تر سره کېږي، او په دستي توګه پکې انتظامي او عدالتي بدلون وکړل شي، او د لسو کالو یو پرمختایي پلان دې منظور کړل شي چې د قبایلو په ژوند کې ورسره بدلون راشي او هلته دې بلدیاتي انتخابات هم وکړل شي او د امنیت لپاره دې نور شل زره د لیویز ځواک کسان وګمارل شي.)

په دا وروستیو کې د فاټا سیاسی اتحاد له غړیو سره په یوه غونډه د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا هم د دغې خبرې حمایت کړی او غوښتنه یې کړې وه چې د دوه زره اتلسم کال تر انتخاباتو مخکې دې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي، چې قبایل هم د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې نمایندګي تر لاسه کړي او هلته دې د های کورټ او سپریم کورټ اختیار هم زر تر زره و غځول شي.

XS
SM
MD
LG