د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: په پاکستان او پښتونخوا کې هېڅ زورګېري نه منو


په کوټه کې په اتم اګست د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د دغه ښار په صادق شهید لوبغالي کې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.

پر دې مهال د پښتونخوا معپ مشر د پاکستا قامي اسمبلۍ غړي په خپله وینا کې وویل چې قرآن کریم د یو بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه بولي. نوموړي وویل چې وکیلان په کومه ګناه ووژل شول. د هغه وینا وه چې په پښتونخوا وطن کې د دغه ناروا وژنو خلاف د یوه موثره غږ پورته کولو لپاره یې د پښتنو پر سیاسي مشرانو د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق او د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب خان شېرپاو بیا بیا غږ کړی چې (راشئ موږ سره کښېنو موږ څه ګناه کړې ده، موږ د چا پر کور ورننوتي یوو، راشئ په ګډه په وطن کې د لګېدلي اور مخنیوي لپاره یو موټي شو. د کوټې وکیلانو وژنه هم په وطن کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د لګېدلي اور لړۍ ده.)

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې پر مولانا فضل الرحمن، آفتاب احمدخان شېرپاواو اسفندیار ولي خان د ترسره شویو ځانمرګیو بریدونو ذکر وکړ چې دوی د چا پر کور ختلي ول چې بریدونه ورباندې وشول.

محمود خان اڅکزي د خپلې وینا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په جلسه کې له شریکو زرګونو کسانو لوړه او سوګند واخیست چې ځینې مهم ټکي یې دا ول.

لومړی: د خدای په حضور کې د خپل ولس په وړاندې دا لوړه کوو، هغه خاوره چې زموږ ننګیالي ولس له سلګونو او زرګونو کلونو راهیسې د خپلو سرونو په سرښندنو موږ ته راسپارلې ده او اوس زموږ د کور او ګور ځای دی د هغې پالنه او ساتنه د خپلې مور غوندې کوم.

دویم: په هېڅ وخت کې به د سړیتوب، انسانیت، انسان خوږي، د روغې جوړې او امن لار نه پرېږدم او د جهان له ټولو انسانانو سره به د برابرۍ او انساني ورورۍ مرام ساتم. د هر انسان د هغه د مور پلار، د هغه د ژبې، رنګ و نسل، مذهب، دود و دستور، ژوند ژواک او د وطن د خپلواکۍ به دومره خیال ساتم لکه څنګه چې یې اسلام او پښتونولي راښيي.

درېم: د پښتونخوا وطن پرله پورې ټکړې سهېلي پښتونخوا، خیبر پښتونخوا، میا والي او اټک به په یوه صوبه کې راغونډوو چې نوم به یې افغانیه، پښتونخوا یا پښتونستان وي. په منځنۍ پښتونخوا (فاټا) کې به د هغه ځای د ولسونو په خوښه یو ولسواله سریښته جوړېږي خو له دې پرته چې د ولس خوښه پکې نه وي د منلو وړ نه وي.

څلورم: په پاکستان او پښتونخوا وطن کې هېڅ ډول زورګېري به نه منل کېږي. هر ډول دهشتګردي هغه که د پوځي او ولسي واکدارانو له خوا وي نه منل کېږي. او نه به یې ملاتړ کوو.

محمود خان اڅکزي په زرګونو کسانو سوګند وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه وویل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې لپاره مبارزه کوي چې پښتانه په پاکستان کې د سیالۍ ژوند ولري، هېڅ یو قام پر بل برلاسی نه وي، هېڅ یو انسان پر بل برلاسی نه وي. په ملک کې به واک او اختیار یوازې د ولس منتخیب پارلمان قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته حاصل وي. د پاکستان ټولې ادارې پشمول د پوځ او عدلیې به د ولس تر منخیب پارلمان لاندې وي. د ولس کښلی ایین به برلاسی وي. دلته به د ولس واکمني وي. پښتونخوا وطن، بلوڅ وطن، سرایکي وطن، سیندي وطن او پنجابي وطن ته چې الله پاک کوم نعمتونه ورکړي دي پر هغو ټولو وسایلو به لومړی اخیتار د دوی د بچیانو وي. پښتو به په پښتونخوا وطن کې د سرکار او کار ژبه وي. د سیندیانو، بلوڅانو، سرایکیانو او پنجاییانو مورنۍ ژبې به د دوی د دربار، سرکار او کار ژبې وي.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې پښتونخوا وطن ته خدای دومره نعمتونه ورکړي چې نه د چا زکوات غواړي نه د چا خیرات بلکې پر دغه وسایلو د پښتون ولس واک او اختیار غواړي.

ده زیات کړه چې پاکستان د دنیا جهان له نعمتونو ډک دی خو که دلته انصاف پرځای شي هر وګړی به یو هوسا او بسیا ژوند ولري. د ده په خبره د انصاف نه شتون دوه وروڼه د کرکې او نفرت خوا ته وړي. او دا د نړۍ یو کوټلی حقیقت دی. کرکې له بې انصافۍ زېږي.

ښاغلي اڅکزي وویل، په ملک به امن هله راځي چې نه به په بل کې ملک کې لاسوهنه کوو او نه به په دغه ملک کې د نورو ملکونو لاسوهنه پرېږدو.

نوموړي په خپله وینا کې په قبایلي سیمو او نوره پښتونخوا کې د لسګونه زره پښتنو د وژنې په اړه وویل چې د دغه مخور پښتانه په کومه ګناه ووژل شول.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نننۍ (۱۹سیپټېمبر ګل ورځ) ولسي غونډه په کوټه کې د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د کوټې په لوی ولسي روغتون کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو لپاره رابلل شوې وه.

XS
SM
MD
LG