د لاسرسي ځای

تازه خبر

 خوست: وزیرستان ته به له امن او ښه ژوند سره ستنیږو


خوست میشتي وزیرستانیان وايي، د پاکستان پوځ لخوا تر اوسه له خوسته وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي، نو دوی نه شي کولای، چې په دې نږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو قومي مشران وايي، هغه وخت به خپلو سیمو ته ستانه شي، چې د دوی لپاره په هغه ځای کې امن قایم شي او د ژوندانه لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

دوی بله ستونزه دا یادوي، چې د پاکستان پوځ لخوا تر اوسه له خوسته وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي، نو دوی نه شي کولای، چې په دې نږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو یو شمېر مشرانو وویل، چې د پاکستان پوځ د عليزیو، څکمنیو او ځاځي میدان پر لارو هغو کسانو ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکوي، چې د پېښور یا بنو شناختي کارتونه یا پېژندپاڼې ولري، خو د وزیرستان خلکو ته پرې اجازه نه ورکوي.

دوی زیاتوي، په وطن کې يې نږدې بازارونه ړنګ شوي او دوی لپاره په اوس وخت کې هلته د برښنا، ښوونځي، اوبو او روغتون هېڅ ډول انتظام نشته، نو ځکه دوی لاس په لاس واپسي نه کوي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یو تن مشر مولوي خان دراز داوړ مشال راډیو ته وايي، تر څو چې په خپلو سیمو کې يې ځان، مال او عزت خوندي نه وي، دوی به خوست کې پاتې شي.

مولوي خان دراز داوړ زیاتوي:

((د لارې موږ ته ستره ستونځه ده، د علي زیو لاره ده، د شهرنو لاره ده، د ځاځي میدان لاره ده، دا د باکستان حکومت بندې کړې دي، پدې لارو که د بنو یا پیشاور شناختي کارټ ولري اجازه ورکوي، بلخصوص د شمالي وزیرستان ته اجازه نه ورکوي، دا نور خلک تر څو چې مال، ځان او عزت يې خوندي نه وي واپسي نه کوي، بل کوم سهولتونه چې دي لکه اوبه، بجلي، روغتون دی، ښوونځی دی، د میرانشاه، میرعلي او دیګانو بازارونه بالکل له خاورو سره برابر شوي دي، ټول ضرورتونه دا خلک له بنو څخه پوره کوي، تر هغې پورې چې دا شیان پوره نه وي، فکر نه کوم دا خلک به بېرته لاړ شي.))

ډاکټر حیات محسود هم د دوی د بېرته ستنیدو پر وړاندې ستر خنډ په هغه ځای کې د ژوندانه د اسانیتاوو نشتون ښيي او همدارنګه د یونسیار یا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنری غوښتنه کوي، چې هغو کډوالو ته د بایو میټرک پروسه بیا پیل کړي چې ځانونه يې ندي ثبت کړي او له مرستو محرومه پاتې شوي دي.

حیات محسود وايي:

((دا خلک مکمل امن ته په هیله دي، چې واپس ولاړ شي، د خلکو د مالوماتو له مخې هلته هېڅ ډول سهولتونه نشته، بجلي نشته، هسپټالونه نشته، سړک نشته، امنیت پر ځای نه دی کله چې امنیت پر ځای شو، زموږ وطن دی خامخا موږ بېرته ځو، موږ سره یونیسیار ډېره مرسته وکړه، خو زموږ خلک ساده او بې تعلیمه دي، زموږ غوښتنه داده چې دا پاتې کسان بایو میټرک شي، ځکه خلک ډېر مجبور دي، چې مرستې ورسره وشي.))

د زنګي محمد په نوم د سپین وام یو تن اوسیدونکی د راتلونکې ژمي لپاره کډوالو لپاره د ځنو مرستو غوښتنه لري:

((زما نوم زنګي محمد دی، حکومت ظلم کوي، اپریشنونه يې وکړل، خلک يې به کاره او بې کوره کړل، څوک افغانستان ته لاړل، څوک بنو ته ولاړل، زموږ خو هغه جرګه هم ځانته نه پریږدي، چې موږ وغواړي، ژمي ته مو لرګی لګیږي، خیمه لګیږي، پټونی لګیږي، ژمي ته خو هېڅ شی هم نشته.))

په خوست کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د بایو میټرک له راجستره د بیلابیلو تبلیغاتو له کبله تر نیمايي زیات کډوال پاتې شوي دي او له همدې کبله دې خلکو سره دا پنځه میاشتې مرستې نه کیږي.

د کډوالو یو بل تن مشر ملک حبیب خان غوښتنه کوي، چې یونسیار دې یو ځل بیا دا پروګرام پیل کړي:

((د ژمي لپاره ګرمې جامې غواړو، بوټونه غواړو، کمبلې غواړو، لرګي غواړو، له سره بیا بایو میټرک شروع شي، ځکه هغه پاتې خلک هم بایو میټرک کوي، دوی ته اول خلکو غلط تبلیغات ورته وکړل، د هغه په وجه يې له بای میټریک ځانونه پرېښوول.))

بلخوا د خوست ځايي چارواکي وايي چې وزیرستاني کډوال په خپله خوښه خوست کې میشت شوي او تر کومه چې دوی اوسیږي، ځايي ادارهاو نورې مرستندویه موسسې به ورسره د امکاناتو په چوکاټ کې مرسته کوي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د وزیرستانیو کډوالو د پاتې کیدو او ستنیدو پریکړه د دوی خپله ده او تر کومه چې پدې سیمه کې دي، دوی د خوست د خلکو میلمانه دي.

XS
SM
MD
LG