د لاسرسي ځای

د شوروي لښکرو پاتو باروتو دوه تنکي شپونکیان وژلي


سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، دوه دولس کلن شپانه ماشومان د ناچاودو باروتي توکیو په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت والې ویاند ذبیح الله اماني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه د شبرغان – سرپل په لویه لاره د امام جعفر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وویل چې دغه باروتي توکي د پخوانيو شوروي لښکرو له وخته پاتې ول.

تردې وړاندې په جوزجان کې هم ورته پېښه رامنځ ته شوې وه چې پکې یو ماشوم وژل شوی او د درو پښې پرې شوې وي.

XS
SM
MD
LG