د لاسرسي ځای

د وزيرستان کډوال د وطن کارډونو اخیستلو ستونزه لري


د پوځي عملياتو له وجې بې کوره کړل شوي محسود کډوال چې په دې وروستېو کې خپلو کورنو ته ستانه شوي وايي تر دې دمه ورته وطن کارډونه نه دي ورکړل شوي. سعودالرحمان محسود نن مشال راډيو ته وويل: له هم حکومتي او پوځي چارواکو پر دې اړه څه نه دي ويلي. د حکومت امر دی خپلو سيمو ته ستنيدونکي محسود کډوال به په خرګۍ ټرانزټ پواينټ موجودې انتظامې ته د خپل شناخت په اړه ټول مالومات ورکوي او د دې پر اساس به ورته وطن کارډونه جوړوي کوم چې به دوي ته په خپلو سيمو کې ورکړل کيږي.

XS
SM
MD
LG