د لاسرسي ځای

ارزګان کې هوايي برید اته افغان پولیس سربازان وژلي


د ارزګان سېمیز چارواکي وایې چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې اته پوليس وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د لوې لارې د کنډک قومندانسمونوال رحیم الله خان نن ازادي راډيو ته وویل چېدغو ځواکونو د کندهار اروزګان په لویه لاره کې د پوليسو پر يوې پوستې بمبار کړى او اته پوليس يې وژلي دي.

( بهرنیو ځواکونو دغلته هوایې بمبار کړی او ملي پولیس یې وژلي دي، په پېښه کې اته تنه وژل شوي او د اوو جسدونه پیدا شوي او د یوه جسد لا تراوسه ندی ترلاسه شوی.)

دغه پېښه د یکشنبې ورځ ناوخته شوې ده خو بهرنیو ځواکونو لا هم څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG