د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امبار جومات کې ځانمرګي برید د رڼا ګل څلور زامن وژلي دي


امبار کې ځانمرګي برید په تور څلور مشکوک کسان نیول شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امبار کې ځانمرګي برید په تور څلور مشکوک کسان نیول شوي

په مومندو ايجنسۍ کې د ځانمرګي بريد وروسته لا هم د لټون عمليات روان دي او چارواکي ادعا کوي چې د پېښې په تور یې څلور مشکوکه کسان نيولي دي.

دمومندو امبار په یوه جومات کې د تېرې جمعې ورځې لمانځه پرمهال ترسره شوي ځانمرګي برید د رڼا ګل څلور زامن وژلي دي.

دی وايي، د خپلې کورنۍ ژوند یې ټول پر دغو زامنو ولاړ وو،د کور کارونه او ګټه وټه به ټوله ورته دوی کوله. د مشري زوی د واده یې نهه میاشتې شوې وې او د دویم زوی د واده کالي، کوټه او سامان تیار وو، او یوه میاشت پس یې واده وو.

د امبار په هغه پېښه کې وژل یو تن ۶۰ کلن وو، یو تن ۳۰ کلن وو، یو ماشوم د ۹ کالونو وو، خو د نورو ۳۳ وژل شویو عمرونه له ۱۰ تر۲۳ کالونو پورې ول، او د ډېری ماشومانو عمرونه له۱۲ تر ۱۷ کالونو ول.

د امبار سيمې پوليټکل تحصیلدار فراموش خان مشال راډيو ته وويل چې د مومندو په امبارسيمه کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو ۳۶ کسانو له کورنیو سره حکومت درې درې لاکه او د ټپیانو له کورنیو سره یو یو لاکه روپۍ مرسته کړې دي.

دغه ځانوژونکی برید د تېرې جمعې ورځې لمانځه پر مهال د امبار تحصيل پایي خان کلي په یو جومات کې شوی دی.

XS
SM
MD
LG