د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت او حکمتیار ترمنځ د سولې هرکلی وشو


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان مشرانو جرګې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تفاهم لیک سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې اکثرو سناتورانو ټینګار کاوه چې باید ژر تر ژره د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسملیار بیا پر حکومت غږ وکړ چې هغه کسان او ډلې چې د سولې مخالفت کوي باید افشا یې کړي.

ښاغلي ملسمیار زیاته کړه چې سوله د ټول ولس غوښتنه ده اوهېڅوک حق نه لري چې د ولس د دغې غوښتنې پر وړاندې ودریږي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې له دلیله پرته د سولې په برخه کې ځنډ ورته د منلو نه دی او که څوک مخالفت کوي دی به دغه موضوع له ولس سره شریکه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG