د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ترواک لاندې کشمیر کې ۱۷ سرتیري وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

دهند پوځ د دوی تر واک لاندې کشمیر کې پر یو پوځي کېمپ د برید پر مهال د ۱۷ و پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دوی وايي برید د مشکوکو وسلوالو لخول ترسره شوی او په ځوابي ډزو کې ۴ وسلوال هم وژل شوي دي.

هندي پوليس چارواکي وايي چې د هندي پوځ کېمپ د پاکستان سره د لانجمنې پولې په څنګ کې موقعیت لري او د یکشنبې په سهار نامعلومه وسلوال دغه کېمپ ته ورننوتل او ډزې یې پيل کړې. بریدکونکیو د لاسي بمونو ګذارونه هم کول. تر دې دمه د برید مسولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی.

د روان کال جولايي په اتمه نېټه د يو ياغي کمانډر تر وژنې وروسته د هند تر انتظام لاندې کشمير په ځینو برخو کې د هند پر ضد سختې مظاهرې پېل شوې او تر دې دمه د ځايي وسيدونکو او هندي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې څه باندې اتيا کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG