د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ محکمې د مشرف د جایداد ضبطولو امر کړی


د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف

د پاکستان یو عدالت ددې هیواد د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د جایداد د ظبطولو امر کړی دی.

یاد عدالت، په ۲۰۰۷ م کال کې په اسلام اباد کې په لال مسجد د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو پر پروېز مشرف د لګول شویو تورونو څېړنه کوي.

عدالت په لال مسجد کې د عملیاتو پر مهال د نوموړي جومات د مهتمم غازي عبدالرشید د وژل کېدو په قضیه کې د پاکستان پخوانی پوځي واکمن ګرم بللی او د هغه د جایداد د ضبطولو امر یې کړی دی.

پر لال مسجد د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د غازي عبدالرشید ترڅنګ لسګونه نور کسان هم وژل شوي وو. د لال مسجد ښځینه او نارینه زدکونکیو هغه مهال د امنیتي ځواکونو سره مقاومت پیل کړی و.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف، د دغه هیواد د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د قتل تر شا پر لاس لرلو او همدارنګه په یو شمېر نورو قضیو کې هم تورن دی. هغه اوس مهال له هېواده بهر استوګنه لري.

XS
SM
MD
LG