د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د داعش ډلې یو مشر وژل شوی


د امریکا دفاع وزارت وایي، ایتلافي ځواکونو په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو مشر وژلی دی.

د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د جمعې په ورځ وویل، وایل عبدالحسن سلمان الفیاض چې په ډاکټر وایل مشهور و، د سپټمبر پر اوومه نېټه الرقه ښار ته نژدې په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

داسې باور کېده چې ډاکټر وایل د داعش د اطلاعاتو نومول شوی وزیر و. پیټر کوک وایي، ډاکټر وایل د داعش یو جګپوړی غړی و، چې د وسله والو ویډیوګانې به یې تیارولې او هغوی ته به یې تبلیغ کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG