د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په پاکستان کې د وژل شوي اتالوي له کورنۍ سره مالي مرسته وکړه


د امریکا حکومت په پاکستان کې په ډرون برید کې د یوې مرستندویه ادارې د وژل شوي اتالوي کارکوونکي له کورنۍ سره شاوخوا ۱۲ لکه ډالره مالي مرسته کړې ده.

۳۷ کلن جیوواني لو پورټو په ۲۰۱۵م کال کې هغه مهال په ډرون بریدکې ووژل شو چې نوموړی د القاعده ډلې لخوا یرغمل شوی و.

په دغه برید کې د القاعدي لخوا یرغمل شوی یو امریکايي مرستندویه کارکوونکی ۷۳ کلن وارن واین سټېن هم وژل شوی و.

سپینې ماڼۍ د دې مرستو پخلی کړی خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د امریکايي کارکوونکي کورنۍ ته به مالي مرستې ترلاسه شوي وي او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG