د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا وطن، دیو ترابان او ګل اندامه ښاپېرۍ


له امو نه تر اباسینه دا ټوله خاوره ــــــ دا ټول غرونه، سیندونه، ورشوګانې او ګودرونه ــــــــ له امیرکروړه تر باچاخانه د خپلواکۍ ټول اوازونه ــــــــ د میوند له ملالې تر سوات د ملالې د قربانۍ او ننګ ټول داستانونه ــــــــــ تر ۵۰ ملیونه نه د ډیرو خلکو په زړونو کې راولاړ شوي ټول دردونه ــــــ ټول ارمانونه......

دا هر څه چې راټول شي ـــــــ د ځمکې یوه ټوټه ترې جوړه شي ــــــــــ د احساس یوه نغمه ترې جوړه شي ـــــــــــ یوه استعاره ترې جوړه شي ـــــــــــ او چې بیا دا هر څه یو بل ته ورترغاړه وځي نو پښتونخوا وطن ترې جوړ شي.

له منځنۍ اسيا نه وایټ هنز په دې خاوره قابض شو نو د هغوی یو باچا وو چې د ((ترامانه)) په نوم پېژندل کيده، هغه دلته د بدایانو عبادت ځایونه، پوهنتونونه، یادګارونه، او د جرګو مرکو ځایونه او کلي کورونه وران کړل

​دا وطن ښایسته دی، موړ دی، غني دی او خلک يې خپلې سادګۍ او اخلاص خوړلي دي ــــــــ پر دې خاوره کله د چنګیزخان پوځونه یرغل وکړي او کله د ګل خان. کله د اخوندانو او پیرانو په شکل کې بزرګان راشي او خلک د وهمونو تیارو ته واچوي ـــــــ کله کوماندانان او جرنیلان راشي او د وینو سېلابونه توی کړي ـــــــ د دې خاورې د خلکو فکرونه بېلارې او خوبونه شورېدلي دي ــــــ دا خلک په خپلو چړو لګېدلي دي ــــــــ دوی وخت په وخت ځانله خپله قبرونه کيندلي دي.

کله چې له منځنۍ اسيا نه وایټ هنز په دې خاوره قابض شو نو د هغوی یو باچا وو چې د ((ترامانه)) په نوم پېژندل کېده ــــ هغه دلته د بدایانو عبادت ځایونه، پوهنتونونه، یادګارونه، او د جرګو مرکو ځایونه او کلي کورونه وران کړل، له خاورو سره يې خاورې کړل ــــ دومره ظلم يې وکړو چې بیا د دې سیمې خلکو هغه د ((ترابان دیو)) په نوم پېژندو ـــــــ دغه دیو ترابان د دوی د فوکلوري تاریخ، د دوی د نفسیاتو او د دوی د کیسو او داستانونو یو مهم کردار وګرځېده.

پېړۍ تیرې شوې ــــــ زمانې واوړېدې خو د دې خاورې ولس د دیوترابان له پنجو ازاد نه شو ـــ که څه هم وخت په وخت د دغه دیو د سرکوټلو لپاره د بهرام غوندې ځوانان او ننګیالي هم زېږېدلي دي خو دغه ((دیو)) سل سرونه کړیدي ـــــ کله د چنګېز خان په شکل کې راڅرګند شي او د انسانانو له سرونو منارې جوړې کړي ــــــ کله شېرعالم شي او د شک په چاړه د مېمونۍ مرۍ پرې کړي ــــــــ کله اخوند او پیر شي او د وهمونو جال خور کړي ــــــ کله طالب او ملا شي ـــــــــ کورونه وران کړي، بازارونه وران کړي، ګلونه خاورې کړي، خوبونه خاورې کړي او بیا يي ښه په ډاګه ومني چې دا هر څه ما کړیدي، توره مو تیره او لاس مو خلاص .

د مرګ د عظمت په ځای د ژوند د عظمت خبره اسان کار نه دی. د دې لپاره به د وطن هر بهرام کار ته ملا تړي. خپلې اوښکې به وچوي او د خپلواکۍ د ګل اندامې د سرې ډولۍ لپاره به د مینې بیرغ په لاس د ترابان ګریوان ته لاس اچوي.

دې ((دیو)) د دې خاورې د هر ماشوم او هرې ګل اندامې د تن وینې وڅکلې ـــــــــ دا دیو په زړونو کې اوسیږي او په مغزو کې ټوپونه وهي ـــــــ دا دیو د بې اتفاقۍ، جمود او ناپوهۍ دی ـــــ دا دیو به هله مري ــــــ کله چې په تیارو تیاره مغزه روښانه شي ـــــــــ کله چې د دې خاورې بچي د پوهې او شعور په جامو ښایسته شي ــــــــ کله چې د شېرعالم لاس مات شي او مېمونۍ ته د خپلې خبرې حق تر لاسه شي ــــــــــ کله چې د عبادت ځایونه د تنګ نظرۍ او تعصب پر ځای د علم او مینې مرکزونه شي ــــــ کله چې د مرګ د عظمت په ځای د ژوند د عظمت خبره وشي ـــــــــ او دا څه اسان کار نه دی ـــــــ د دې لپاره به د وطن هر بهرام کار ته ملا تړي ـــــــ خپلې اوښکې به وچوي او د خپلواکۍ د ګل اندامې د سرې ډولۍ لپاره به د مینې بیرغ په لاس د ترابان ګریوان ته لاس اچوي.

اوښکې مانځي دي که بېلمانځه

زما په څیري ګرېوان ځي مونځ پرې کومه

XS
SM
MD
LG