د لاسرسي ځای

پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهيلي ښودلې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان ولسمشر اشرف غني پر بیان ناهيلي شوي ځکه د نوموړي له بيانونو داسې ښکاري چې افغانستان د پاکستان هلې ځلې له پامه غورځولي دي.

د بهرنيو چارو وزارت تېر ماښام (جمعه) د ولسمشر غني تر هغه بيان وروسته يوه خبرپاڼه خپره کړه چې نوموړي غوښتنه کړې وه چې د پاکستان او افغانستان راهدارۍ تجارت کې دې هندوستان هم شامل کړل شي.

ولسمشر غني په دا وروستيو کې هند ته د خپل سفر پر مهال په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان په رول هم نیوکې کړي وې.

نوموړي ويلي و چې پاکستان اوس هم په طالبانو کې ښه او بد ګوري او د ټولو وسله والو ډلو پر ضد یو شان کاروایي نه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي چې پاکستان اوس هم د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ګډه مبارزه مهمه ګڼي.

XS
SM
MD
LG