د لاسرسي ځای

د بلوچستان حکومت ۱۰۰ وکیلان بهرنیو هېوادونو ته د زدکړو لپاره استوي


د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.

بلوچستان حکومت وايي، چې د اتم اګست خونړۍ پېښې په تور یې ګڼ مشکوک کسان نیولي دي او د امنیت خوندی ساتلو لپاره یې په کوټه او د صوبی په احساسو برخوکې امنیتي سرتېري زیات کړي دي. بل پلو د بلوچستان وکیلانو ویلي دي چې دوی به په سپریم کورټ کې د اتم اګست پیښی پرضد د مقدمې دفاع کوي.

د حکومت بلوچستان ویاند انوار کاکړ د جمعې په ورځ و مشال راډیو ته وویل چې د کوټې په ګډون د صوبی په بېلا بېلو برخو کې د هغه کسانو د نیولو لړي روانه ده، پر چاچې شک دی چې دوی په اتم اګست د کوټې په ځانمرګي برید کې تورن وي.

د نوموړي په وینا چې پولیسو او سرحدي عسکرو ډېر کسان نیولي دي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي، خو د نومونو څرګندونه یې اوس نشي کولی ځکه چې له هغې څخه و پلټنو ته د زیان رسېدو خطر زیات دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې کاکړ زیات کړه چې حکومت په پېښه کې د وژل شویو وکیلانو او نورو کسانو د کورنیو لپاره لا د وړاندې یویو کړوړ روپۍ ورکړي دي او دغه ډول یې د هرې اغېزمنې کورنۍ لپاره د یوې یوې نوکرۍ ورکولو پرېکړه هم کړې ده.

د انوار کاکړ په وینا چې د وژل شوي هر وکیل و ماشومانو ته به نه یوازې حکومت مفت تعلیم ورکوي بلکې د لوړو زدکړو لپاره به یې و بهرنيو هېوادو ته له لېږلو هم ډډه و نه کړي. له دې سره سره په صوبه کې د وکیلانو چې کوم کمی رامنځ ته شوی دی د هغه پوره کولو لپاره نزدې یو سل (۱۰۰) وکیلان به د قانون لوړو زدکړو لپاره و بهرنيو هېوادونو ته استوي.

بل خوا د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.

دا خبره د بلوچستان وکیلانو اتحادیې یو مشر نصیب الله ترین و مشال راډیو ته وکړه او ویې ویل حکومت ته پکار دهچې په ځانمرګي برید کې د ټپي شویو وکیلانو درملنه او د هغوی د کورنیو پالنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړی وویل چې د سیټېمبر پر۲۳ مه نېټه به په کوټه کې د اتم اګست په پېښ کې د وژل شویو وکیلانو څلویېتي لمانځي او په ۲۴ م سیپټېمبر د وکیلانو یوه لویه غونډه رابلل شوې ده چې د راتلونکې تګلارې په اړه به پرېکړه کېږي. یاده دې وي چې په اتم اګست د کوټې په سیویل روغتون کې تر ځانمرګي برید ورسته وکیلانو د احتجاج په توګه پر کاربندیز دي.

د کوټې په هغه خونړۍ پېښه کې د دوو خبریالانو محمود خان او شهزاد خان په ګډون۷۳ کسان وژ ل شوي ول چې ډېری یې وکیلان ول. په وکیلانو کېبازمحمدکاکړ، قاهرشاه، داود کاسی، عدنان کاسی، عسکر اڅکزی، غني جان آغا، بلال کاسی، سنګت بلوڅ، چاکر رند، نقیب ترین او ګڼ نور شامل ول.

که څه هم د صوبايي حکومت له لوري په پېښه کې د وژل شویو وکیلانو و کورنيو ته د یو یو کروړ روپیو ورکولو اعلان شوی دی خو په پېښه کې د تورنو ډلو پرضد د کوټلیو ګامونو نه پورته کولو پرسر زیاتره قانونپوهانخواشیني دي.

په دې اړه د صوبې پخوانی ایډوکېټ جنرل نصرالله اڅکزی وايي چې په پېښه کې د تورنو کسانو نیول د صوبایي حکومت زمه داري ده او ګوم پولیس چې له لاپرواهۍ څخه کار اخستی دی، هغه دې سمدلاسه له خپلو دندو لیرې کړل شي.

دعوامي نېشنل ګوند له لوري په اتم اګست په کوټه کې په ځانمرګې برید کې د وژل شویو د ثواباو د ټپیانو روغتیا لپاره نن د جمعې ورځپه ټوله صوبه کې خیراتونه او دستورې وشوې.ـ

عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی دی چې د اتم اګست د پېښې پرضد به د شنبې/خاليپه ورځ به په ټوله بلوچستان صوبه کې کاربندیز وي.

زیاتره سیاسي ګوندنو د دې کاربندیز ملاتړ کړی دی، سوداګرو هم د خپلو دکانونو او مارکیټونو د بند ساتلو غږ کړی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د اتم اګست شهیدانو د څلوېښتمې پر مهال د سیپټېمبر پر ۱۹ نېټه په کوټه کې د یوې ولسي غونډې (جلسې) کولو اعلان کړی دی. دغه جلسې ته به د ګوند مشر محمود خان اڅکزی او نور مشران ویناوې کوي.

د دغه ګوند په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په کوټه کې د ۱۹۳۵م کال تر راغلې زلزلې وروسته د اتم اګست پېښه تر ټولو خونړۍ هغه ده. په بیانیه کې له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتنه شوې ده چې د تره ګرۍ پرضد باید ټول سره یوموټي او په ګډه هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG