د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو په یوه جومات کې ځانوژونکي برید ۱۹ تنه وژلي


د مومند ایجنسۍ په امبار سیمه کی په یو جومات کی یوه ځانوژونکي بریدګر ۱۹ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

د پولیټکل انتظامیې چارواکیو په وینا چې دغه ځانوژونکی برید د جمعې لمانځه مهال د امبار پایې خان په کلي کې د جمعه ګل نومی تن په جومات کی شوی دی.

چارواکي وایی چې لا هم د جومات تر چپه شوي چت لاندې کسان ښکېل پاتې دي او ښايي د مړیو او ټپیانو شمېره لوړه شي.

چارواکي وایي، نژدې اووه تنه ټپیان یې د باجوړ لوی روغتون ته لېږدولي دي.

امبار د مومندوایجنسۍ د کیمور غره په بېخ کې اباده سیمه ده چی په سویلي اړخ یی د باجوړ ایجنسۍ لوی سم علاقه, ښاته یې د ملاکنډ ډویژن سیمې او پر لمر پرېواته یې د ساپو تحصیل اباد دی.

د امبارسیمې ولس د وسله والو طالبانو ضد حکومت - پلوه امن لښکرې هم لري چې د سیمې د امنیت لپاره کار کوي.

په امبار کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت چاودنې شوي دي چی پکې د سیمې ملکان او د امن لښکرو مشران په نخښه شوي دي.
د یادی پېښی ذمه واري لا هم هېڅ یوې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG