د لاسرسي ځای

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی رېچرډ اولسن وايي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

نوموړي تېر مازیګر په واشنګټن کې د سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ غونډې ته په وینا کې وویل، د افغان ځواکونو له پیاوړي کېدو سره اوس وسله والو په لویو ښارونو کې بریدونو ته مخه کړې:

((زما په نظر، د افغانستان دفاعي ځواکونو موثریت ته په کتو، [وسله والو] طالبانو په ښارونو کې ظالمانه او پاروونکو بریدونو ته مخه کړې. نو زما په اند، د افغانستان ولس په ریښتیني ډول یاغیتوب اندېښمن کړی دی.))

د سېنېټ دا غونډه د تېرو ۱۵کلونو په موده کې د افغانستان حالاتو ارزونې ته ځانګړې کړل شوې وه. سېنېټرانو د افغانستان امنیتي حالاتو په ګډون په هغه هېواد کې د درغلۍ په اړه اندېښنه وښوده. دوی زیاته کړه چې که د هغه هېواد مشران د اداري فساد مخنیوي په هڅو کې پاتې راغلل نو کېدای شي چې واشنګټن ورته د پینځه اربه ډالرو کلنۍ مرستو درولو ته اړ شي.

XS
SM
MD
LG