د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د انرژۍ نړیواله غونډه کې ګډون کوي


افغان حکومت وايي، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په دوبۍ کې د افغانستان انرژۍ چارو په اړه نړیواله غونډه کېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان الله غالب بېګا مشال راډیو ته وویل، په دې دوه ورځني کنفرانس کې به نړیوالې کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ په څانګه کې پانګونې ته وهڅول شي.

ده وویل، په دې غونډه کې شاوخوا ۱۲۰ نړیوال شرکتونه ګډون کوي. افغان حکومت وايي، د انرژۍ څانګې خصوصي یا شخصي کولو لپاره یې پر یوه پروګرام کار پیل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG