د لاسرسي ځای

ازرباییجان د خبریالانو او مدني فعالانو ځپلو هڅې زیاتې کړې


په ازرباييجان کې فعالانو خبرداری ورکړی چې حکومت د هېواد تر مهمې ټولپوښتنې مخکې د خبریالانو، مدني ټولنو فعالانو او د بشري حقونو کارکوونکو ځپلو هڅې زیاتې کړې دي.

فعالانو پر غرب ټینګار وکړ چې د باکو د دې اقداماتو مخنیوي لپاره دې لا زیات ګامونه واخلي. ولسمشر الهام عليېف د سېپټېمبر پر ۲۶مه د ټولپوښتنې یا رېفرنډم کولو اعلان کړی دی چې به د ده واک پیاوړی کړي، د ولسمشرۍ دندې موده به وغځوي او د ولسمشرۍ راتلونکو نوماندانو لپاره به د عمر لږ تر لږه حد ختم کړي. د اپوزیشن زنداني مشر علي کریملي زوی تورکېل کریملي تېر مازیګر د امریکايي کانګرس یوې غونډې ته وویل، دا یقیني ده چې د ټولپوښتنې په نتیجو کې به ټګي وشي او دا چې که حکومت د مخالفت ځپلو هڅو ته دوام ورکوي نو په هېواد کې د ملکي یا سېوېل ناکرارۍ خطر په زیاتېدو دی. خدیجې اسماعیلووا چې د تحقیقاتي ژورنالېزم او د ازادې اروپا له راډیو او نورو رسنیو سره د کار په غبرګون تر یو نیم کاله زنداني کړل شوې وه وویل، دا مهال د ازرباييجان په زندانونو کې ۱۳۸ کسان دي چې سیاسي بندیان ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG