د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د افغانانو او امریکا ضد وسله وال نه وهي'


د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن

ریچرډ اولسن د سنا بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، ترڅو چې پاکستان په خپله تګلاره کې پرېکنده بدلون نه وي راوستی د ترهګرۍ پرضد به د دغه هېواد مبارزه بریالی نه‎شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچرډ اولسن وايي، اسلام‎اباد د هغو وسله‎والو پرضد سمه مبارزه نه کوي چې د افغانانو او امریکا ګټو ته ګواښ جوړوي.

ریچرډ اولسن وویل:

"موږ به له پاکستان بیا بیا غوښتنه کوو چې د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد قوي ګامونه واخلي. فکر کوم ځیني نښې شته چې ښيي پاکستان ځیني ګامونه اخیستي دي. خو فکر کوم دا به ښه نه وي چې وویل شي دا ګامونه د وسله‎والو د ځپل کېدو سبب شوي. "

د کابل او اسلام‎اباد لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې هوايي عملیات ترسره کړي خو د هغه په وینا دا عملیات کافي نه‎دي.

د سنا مجلس په دا غونډه کې د بهرنیو اړیکو کمېټۍ مشر باب کروکر وویل، پاکستان دوه مخې لوبه کوي.

نوموړي وویل، پاکستانیان په افغانستان کې د امریکا ګټو پرضد کار کوي او د حقاني شبکې ملاتړي دي.

د سنا مجلس په دې غونډه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر باب کروکر
د سنا مجلس په دې غونډه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر باب کروکر

ښاغلي کروکر زیاته کړه:

"د حقاني شبکې د ملاتړ له لارې هغوی په قطعي ډول زموږ د ګټو خلاف کار کوي. دا د امریکايي سرتېرو او د افغان پوځ او خلکو پر وړاندې لوی ګواښ دی."

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان ځواکونو پرمختګونه وستایل او ویې ویل چې د دې ځواکونو ظرفیتونو د لوړېدو په حال کې دي.

نوموړي وړاندې وویل چې امریکا د افغانستان او هند د نېږدېوالي ملاتړ کوي او له کابل سره د نوي ډیلي پوځي او مالي همکاریو ته په درنه سترګه ګوري.

ریچرډ اولسن وویل، د امریکا، افغانستان او هند ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د لړۍ د بیا پیل لپاره کارونه سرته رسېدلي او دا غونډه به راتلونکې اوونۍ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG