د لاسرسي ځای

د بلوچستان وکیلان د کوټې خونړۍ پېښې مقدمه چلوي


د اګست په اتمه نېټه په کوټه کې ځانمرګي برید ۷۳ کسان ووژل چې ډېری یې وکیلان ول

د اګست په اتمه نېټه په کوټه کې ځانمرګي برید ۷۳ کسان ووژل چې ډېری یې وکیلان ول

د بلوچستان وکیلانو پرېکړه کړې چې د پاکستان په سپریم کورټ کې به د کوټې برید مقدمه پرمخ یوسي.

ټاکل شوې چې سپریم کورټ د روانې میاشت پر ۲۰مه نېټه د کوټې پر وکیلانو د ځانمرګي برید پېښې اورېدنه وکړي.

د بلوچستان وکیلانو ټولنې یوه مشر نصیب الله ترین نن مشال راډیو ته وویل، دوی تېره ورځ په غونډه کې پرېکړه وکړه چې په اورېدنه کې د خپلې مقدمې دفاع وکړي.

ده زیاته کړه چې د کوټې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو ملګرو څلوېښتي به د روانې میاشت پر ۲۳مه نېټه کوي او د وکیلانو کاربندیز به تر ۲۴مې نېټې روان وي. هلته عوامي نیشنل ګوند نن د صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې د کوټې په هغه برید کې د وژل شویو لپاره خیراتونه کوي او سبا ته یې په صوبه کې د کاربندیز اعلان کړی چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د سوداګرانو اتحادیو یې ملاتړ کړی.

د اګست پر اتمه په کوټه کې په ځانمرګي برید کې ۷۳ کسان وژل شوي ول او څه باندې یو سل ژوبل ول چې زیاتره یې وکیلان ول.

XS
SM
MD
LG