د کابل امنیه قومندان وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلو لاري په ساحه کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي دي.
عبدالرحمان رحیمي نن(پنجشنبه) خبریالانو ته وویل چې دغه وسلهوال په بېلابېلو وسلو سمبال وو.
رحیمې وویل چې د وسلهوالو په متقابلو ډزو کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
د کابل امنیتي چارواکو تردې وړاندې هم په کابل ښار کې د یو شمېر ترهګري حملو مخنیوی کړی.