د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارسلا خان کاکړ ویل ، د غربت له وجې همځولو په لوبو نه ګډولم


د ارسلا خان کاکړ روښتوني خلک خوښ وو خو د ملګرو نه خفه کولو لپاره به یې خپل غمونه او پرېشانۍ پټولې.

ارسلا خان کاکړ درې څلوېښت کاله وړاندې د جنوبي پښتونخوا د بوري ښار ته نژدې د غره پر لمن اباد کلي – اوریاګي – کې د دراني اکا په کور کې زږېدلی وو او د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر پر دیارلسمه نېټه یې له کوټې د سیند سکهر ته پر لاره په یو ټرافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

ماته چې ارسلا خان کاکړ د ماشومتوب کومې غربت ځپلې کیسې کړې وې د هغوی پر اساس ویلای شم چې کله هغه زږېدلی وو نو ښايي په خپل کلي کې به یې لا هم ځينې خلک په زوکړه نه وو خبر ، ځکه چې پښتانه وايي ، د غریب ملا په خوله څوک اختر نه کوي. خو کله چې هغه مړ وو نو به نه یوازې په ټول بوري کې داسې لږ کورنۍ وې چې د ده په مرګ به نه وې خبرې او غمجنې بلکې د لر او بر افغان وطن ډېرو خلکو پر فېسبوک او ټویټر د ارسلا خان پر مړینه د خپل خفګان څرګندونه کړې وه.

زما په فکر خو هم دا د هغو خلکو يو څرګنده نښه ده چې دولت ، رتبه او شهرت له پلار او نيکه څخه نه وي ورپاته بلکې په خپله يې ځان يو مقام ته رسولی وي.

د ارسلا خان کاکړ د ژوند کیسه یو داسې داستان دی چې زما په فکر د غریبو ځوانانو لپاره د ښه راتلونکي پرلور د لارې د مشال مانا لري. ارسلا خان په خپل همت ځان له نیست څخه هست کړی وو او د هغه ژوند د خوشال بابا د دې لاندیني شعر عملي بڼه وه.

د همت په بال و پر سړی الوځي

مرغه پورته الوته کا په وزرو

یو ځل له کوټې بوري ته په موټر کې روان وو او د ماشومتوب محرومۍ مو یادولې او ده راته وویل ، موږ په ماشومتوب کې کليوالو همځولو له دې کبله په لوبو نه ورګډولو چې ډېر سخت غريبان وو.

د ارسلا خان په وینا ، په هلکتوب کې به یې هم له خپلو نورو همځولو سره ځان یوازې په خوبونو کې برابر لیدی او چې کله به را ویښ شو نو بیا به هم هغه ارسلا خان وو کوم چې به هغوی د غربت له کبله په لوبو نه ور ګډاوی.

په اوریاګي کې د ټولنیز توپیر ښکار شوي ارسلا خان کاکړ بیا د دې ثابتولو پر لور مخه وکړه چې غربت د خدای له خوا پر خلکو نه وي تپل شوی بلکې د حالاتو نتیجه وي او انسان د هر ډول حالاتو بدلولو پوره صلاحیت لري.

ارسلا خان لومړنۍ زده کړې په ساړه بوري کې د سخت غربت تر سوځوونکي سیوري لاندې تر سره کړې وې او ګرېجوېشن یې بیا د تاوده پنجاب په لاهور کې له اسلامیه کالج څخه کړی وو.

په ارسلا خان پسې له بوري څخه لاهور ته پېسې نه ورتلې چې د خوراک او کالج خرڅونه پوره کړي بلکې هغه د خپلې تعلیمي تندې ماتولو لپاره د مزدورۍ په توګه د ګني په جوس د تراخه لمر وهلو پنجابیانو تنده ماتوله او څو روپۍ به یې ګټلې.

نوموړي تر ګرېجوېشن وروسته لومړی د کوټې له پوهنتون څخه په فزکس کې او بیا وروسته په نړیوالو اړیکو کې هم د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی وو.

هغه له ۲۰۰۱ لومړي کاله په شاعرۍ پیل کړی وو او د پښتو ادبي ملګرو بوري یو داسې غړی وو چې د هرې وړې او لویې غونډې چارو ته به یې په ورین تندي او نه ستړی کېدونکې توګه اوږه ورکړې وه.

ارسلا خان لکه څنګه چې په شاعري کې د تجربې له پلوه لا ځوان وو هم داسې یې په غزلو کې د ځوانۍ ، مینې ، شوخۍ او وطن رنګ وو. د بوري په مشاعرو کې به زیاتره وخت د ویاندۍ چارې ده پر مخ وړلې. ښه شعرونه او شوخې کاکړۍ به یې ویلې. د دې تر څنګ به سنځاوۍ ، زیارت ، کلا سېف الله او ږوب ته په ادبي غونډو کې د ګډون لپاره موږ زیاتره وخت د ده له غاړې وو.

د ارسلا خان کاکړ د ژوند د کیسې چې کومه ډېره مهمه برخه ده هغه د تعلیم او هنري وړتیاوو په ډګر کې له ۲۰۰۲م کاله راهسې د ده اېستلي زیار دي. ده په دې څوارلس کلنه موده کې د بوري تر څنګ د جنوبي پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې په مجموعي توګه په سلګونه ځوانان او پېغلې روزلې دي.

د ارسلا خان د غریب دوستۍ اندازه له دې لګول کېدای شي چې پر ښه ډېرو پیسو ګټلو سر بېره به د میاشتې په پای کې خپل خرڅ ورسره نه وو ، ځکه چې هغه یوازې خپله نه بلکې څو کورنۍ ساتلې او د هغه تر څنګ یې د ملګرتیا هم داسې پالنه کوله لکه دی چې په ژوند کې نور هیڅ ته هم اړتیا نه لري.

زما او د ارسلا خان کاکړ د ملګرتیا څه باندې دیارلس کاله وشو او هم دومره دی تر ما په عمر مشر وو خو هیڅ کله یې هم ماته د خپلې مشرۍ احساس رانکړ. د هغه روښتوني خلک خوښ وو خو د ملګرو نه خفه کولو لپاره به یې خپل غمونه او پرېشانۍ پټولې.

ما چې ارسلا خان کاکړ په شاوخوا ديارلس کلنه ملګرتيا کې په لومړي ځل په داسې حالت کې وليدی چې پر شونډو یې مسکا نه وه ، نو هغه یې قبر ته تر کښته کولو لږ وړاندې اخيستل شوی هغه عکس وو چې پر فيسبوک چا شریک کړی وو.

XS
SM
MD
LG