د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمېوال: پاکستان سرکار مو دې د انارونو شوکولو ته پرېږدي


د کورمې خدایدادخېلو اوسېدونکي له پاکستان سرکاره غوښتنه کوي چې ژر دې یې خپلو سیمو ته بوځي ګنې ټول انار به یې په ونو کې وراسته شي.

د چینګۍ سیمې سخي مرجان مشال راډيو ته وایي، که په راتلونکیو څو ورځو کې حکومت شوکولو ته پرېنښودل نو د کروړنو روپیو انار به یې خراب شي.

یو ځايي مشر حاجی محمد زمان وایي، له خدایدادخېلو هر کال په ټنونو انار دانه او نور فصلونه د ملک مختلیفو سیمو ته استول کېږي خو له کله چې بې کوره کړل شوي دي، فصلونه یې په ونو او بوټو کې ورستېږي.

نواز ګل بیا وایي، له حکومتی چارواکیو سره په بیا بیا تر جرګو او غوښتنو پس هم اجازه نه ورکول کېږي چې انار له ونو وشوکوي.

د منځني کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ عرفان علي مشال راډيو ته وویل، له پوځ سره تر خبرو وروسته پولټيکل انتظامیه به اجازه ورکوي چې خدایدادخېل خپلو سیمو ته ولاړ شي او هلته خپل فصلونه وي، هغه له بوټیو وشوکوي.

په ۲۰۱۱ کال کې د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو تر پیلېدو وروسته په منځنۍ کورمه کې د خدایدادخېلو سیمو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

په منځني کورمه کې لا هم د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG