د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعلا پروېز خټک راته ویل، وکیلان سوالګر دي


یوه ډاکټره د کوټې سیویل روغتون کې د ځانمرګي برید یوه ټپي وکیل درملنه کوي. ۸ اګست ۲۰۱۶
یوه ډاکټره د کوټې سیویل روغتون کې د ځانمرګي برید یوه ټپي وکیل درملنه کوي. ۸ اګست ۲۰۱۶

نو وزیر اعلا ته مو وویل چې موږ ځپل شوي یو، پیسې نه غواړو بلکې له حکومته د پېکېج اعلان غواړو، او حکومتي مرستې یا پېکېجونه څوک له خپله کوره چا ته نه ورکوي.

د شوکدر (شوقدر) وکیلانو د کوټی او مردان د وژل شویو وکیلانو لپاره دعا وکړه، دوی وايي، پښتانه په اخترونو کې د خپل له غمجنو کورنیو سره غمرازي کوي، نو دوی هم د دغه دود پالنې له مخې د خپلو وژل شویو وکیلانو له کورنیو سره په غم کې شریک دي.

د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې ځانمرګي برید ۷۳ کسان ووژل او تر یو سل ډېر یې ژوبل کړي چې ډېری یې وکیلان ول. په مردان کې بیا د سیپټېمبر پر دویمه نېټه په کچارو کې یو ځانمرګي برید د درو وکیلانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل او ګڼ نور یې ژوبل کړل.

د مردان کچارو کې د سیپټېمبر دویمه نېته ځانمرګي برید دولس تنه ووژل، ګن نور یې ژوبل کړل
د مردان کچارو کې د سیپټېمبر دویمه نېته ځانمرګي برید دولس تنه ووژل، ګن نور یې ژوبل کړل

د شوکدر وکیلانو اتحادیې صدر میا شېر قادر په خپله وینا کې وویل، د بلوچستان صوبايي حکومت چې د وژل شویو وکیلانو لپاره څنګه مرستې اعلان کړې باید همدغسې مرستې د خیبر پښتونخوا حکومت هم د مردان او تر هغه وړاندې د شوکدر په عدالتونو کې د وژل شویو لپاره اعلان کړي.

(ځکه چې د وکیلانو اتحاد او اواز یو دی، هړتال وي او که بله ستونزه، وکیلان یو موټي وي، دا کوم کار چې دوې(وژونکي) کوي نو مقصد یې هم دا دی چې وکیلان هدف کړي او هغوی له خپلې موخې او مقصده واړوي.)

نوموړي وویل، د شوکدر کچارو تر چاودنې وروستو دوی د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلا سره ولیدل او له هغه یې په چاودنه کې د وژل شویو او زخمیانو لپاره د مالي مرستو غوښتنه وکړه نو وزیر اعلا په ځواب کې وویل:

(وزیر اعلا موږ ته ډېر په سختو ټکیو کې وویل، چې میډیا والو او وکیلانو له ځانونو سوالګر جوړ کړي دي، تاسو راځئ او پیسې غواړئ، نو ما ورته وویل چې موږ ځپل شوي یو پیسې نه غواړو بلکې له حکومته د پېکېج اعلان غواړو، او حکومتي مرستې یا پېکېجونه څوک له خپله کوره چا ته نه ورکوي.)

د قامي وطن پارټۍ غړی او د شوکدر وکیلانو اتحادیې پخوانی صدر محمد جان ګګیاڼی وايي، اوس وخت راغلی چې پښتانه خپل دښمن ته یو موټي شي.

(پخوا به موږ دا مطالبې کولې چې ما ته پر بجلي او خپلو وسایلو اختیار راکړه، خو نن د پښتون د سرنوشت خبره ده، نن د ډیورنډ دواړو غاړو ته د پښتون افغان ولس په بې دردۍ ټولوژنه یا قتل عام روان دی، او دا تر یو سازش لاندې کېږي، چې پکې خپل او پردي دواړه خلک ککړ دي.)

محمد جان ګګیاڼي وویل، د پاکستان پارلمان کله هم د پښتنو په شمول د واړو صوبو حقونه هغوي ته نه ورکوي، دی زیاتوي چی پښتانه که په یوه خبره سلا نه شو نو مړه کېږي به هم او پړه (ملامته) کېږي به هم.

(د پاکستان اساسي قانون واړو قامونو ته هیڅ ورنه کړل، د پښتون قام کومه نسل کشي روانه ده، او په دا وخت کې هغه ښاغلي(پښتون ملتپالي مشران) بېخي خاموشه ناست دي، زه په خاصه توګه پښتنو ځوانانو ته خواست کوم چې راټول شي او څېړنه وکړي چې زموږ لپاره کومه لار پکار ده، تر کومه چې مو دشمن ته دشمن نه وي ویلی، او رسوا کړی مو نه وي، نو نن به راته یو وژني او سبا به بل وژني.)

د شوکدر وکیلانو علاوه کچارو ته د عدالتي مقدمو لپاره ورغلي ولس هم د وکیلانو اتحادیې په فاتحه کې ګډون وکړو، او د کوټي، مردان او تر دې وړاندې د شوکدر په کچارو کې د وژل شویو لپاره یې دعا وکړه.

XS
SM
MD
LG