د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له هند سره درې تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل


د افغانستان ولسمشر په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.د دغو تفاهم لیکونو په اړه په...

د افغانستان ولسمشر په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د دغو تفاهم لیکونو په اړه په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي مشال راډیو ته وویل:

"یو تفاهم لیک د بندیانو د تبادلې دی، بله تفاهم نامه په عدلي او قضایي چارو او تجارتي برخو کې د دواړو هېوادو ترمنځ همکاري او درېیمه یوه د هوایي ټکنالوژي یا معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې ده."

هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي
هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ نوي ډیلي ته ولاړ. اشرف غني پرون د هند له صدراعظم سره وکتل. نریندرا مودي وویل، هېواد به یې له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.

دا پیسې به د افغانستان د ملي انګشافي پروګرامونو له مخې لګول کېږي او د وزیرانو په کچه به یې د مؤثر مصرف په جزئیاتو کار وشي.

د هند د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم چې په مختلفو لحاظو فرق لري، یو دا چې په مخکنیو وارو کې هېڅکله هندیانو دغسې درشت رقم یعنې یو میلیارډ ډالره یو ځلي مرسته نه وه کړې له بلې خوا د دې مرستو یوه برخه په طبیعي ډول پوځي ده چې دا هم بې سارې ګڼل کېږي او دریم ټکی دا دی چې په داسې یوه موقعیت کې دغه مرسته کېږي چې د افغانستان، هند او د امریکا د متحد ایالتونو ترمنځ به نېږدې یوه میاشت وروسته په نیویارک کې یوه درې اړخېزه غونډه وشي او د دې احتمال شته چې د دې درېیو هېوادو ترمنځ مشترک سټراتیژیک توافق لاسلیک شي، نو په داسې حالت کې دغسې اقدامات یوازې سمبولیک اړخ نه لري، بلکه ډېر عمیق او سټراتیژیک ګڼل کېږي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی

د افغانستان جمهور رئیس د هند د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تېره ورځ د هند له ولسمشر پرناب موکرجي سره هم وکتل او بیا یې په نوي ډيلي کې د دفاعي مطالعاتو او څېړنو انسټیټیوټ ته په وینا کې وویل چې په جنوبي اسیا کې دوې جګړې روانې دي، یوه په افغانستان کې ده چې دا کورنۍ جګړه نه ده او بله یوه په پاکستان کې روانه ده.

اشرف غني زیاته کړه چې رسنۍ د پاکستان د جګړو راپورونه نه ورکوي او پکار ده چې رسنۍ یې راپور ورکړي ترڅو د خلکو پر اړتیاو خبرې وشي او غم یې وخوړل شي.

د افغانستان له ولسمشره د بلوچستان د خپلواکۍ د تحریک په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل چې هېواد او حکومت یې د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

افغان ولسمشر بیا وویل، دا لنډ فکر دی چې تروریستان په ښه او بدو وویشو، داسې چې ښه هغه دی چې په ګاونډي هېواد کې حمله کوي او بد هغه دی چې زما په هېواد کې برید کوي.

ولسمشر بیا وویل، ترورېزم داسې دی لکه مار ته چې څوک خواړه ورکوي.

د افغانستان له ولسمشره د واګې د لارې د بندېدو پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل، دې ته باید اندیښنه ونه‎کړو ځکه چې موږ له هند، چین او ایران سره خپلې لارې پرانیستې دي او هر بل هېواد چې هڅه کوي د دوو سترو ملتونو هند او افغان لاره بنده کړي هغه به په خپله ګیر پاتې شي.

اشرف غني د هند او افغانستان د سوداګرو ګډې غونډې ته هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دی هیلمن دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري تر لس میلیارډه ډالرو پورې ورسېږي.

تېرکال د افغانستان او هند تر منځ تجارت شپږ سوه درې څلویښت میلونه ډالر و.

XS
SM
MD
LG