د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان په ښار کې د تفریحي سیمو جوړول غواړي


د پنجشنبې ورځې په ماښام د خوست سلګونه ځوانان چې د متون بابا په غونډۍ کې راغونډ شوي ول، د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې یاده پراخه ساحه دې په تفریحي سیمه بدله کړي.

دوی زیاتوله، خوست ښار وړه ساحه لري او د ښاریانو او ځوانانو د تفریح لپاره ښار ته بله داسې نږدې سیمه نشته، نو دا چې یاده سیمه له څلوېښتو کلونو راهیسې د ښار په تفصیلي پلان کې تفریحي سیمه ده، ځايي ادارې ته هم بایده دي، چې دا ساحه شنه او د ښاریانو د تفریح لپاره تیاره کړي.

یو شمېر ځوانانو چې مشال راډیو سره یاده غوښتنه شریکوله ټېنګار وکړ، چې دوی به په دې سیمه کې له تفریحي پارک پرته د نورو پروژو عملي کولو ته اجازه ورنکړي.

د اسلام الله مسلم په نوم یو تن ځوان په تفریحي سیمې د دې ځای د بدلولو اړتیا داسې په ډاګه کړه:

((دا د خوست یوه تفریحي ساحه ده او موږ ځوانان غواړو چې دا په حقیقت کې په تفریحي ساحه بدله شي، دلته په زرګونه ځوانان راځي تر څو میلې وکړي، سیل وکړي، دا چې خوست نور سیاحتي ځایونه نلري، دا ځوانان پدې هیله راټول شوي دي چې دا ساحه تفریحي پارک وګرځي او د سیلونو او تفریح لپاره یو ځای شي.))

د خوست ولایتي شورا غړی قدیم افغان وویل، دې ځای کې د زرګونو ښاریانو او ځوانانو راغونډیدل د تفریحي سیمې د جوړولو اړتیا ښکاره کوي.

نوموړی زیاتوي دا سیمه د حکومت لپاره په یوه عایداتي سرچینه بدلیدلای شي او که تفریحي سیمه شي، نو یو شمېر ځوانانو ته پکې د کار او مزدورۍ دایمي زمینه هم برابره شي:

((د خوست ځمکه قیمتي ځمکه ده، د غصب پر ځای باید په یوه تفریحي سیمه بدل شي، تاسو يې وینئ چې نن دلته په زرګونو خلک دې غونډیو ته راختلي دي، دا به د افغانستان لپاره د عوایدو یو ښه ځای وي، د خوست د خلکو لپاره به تفریحي پارک وي او ځنو خلکو ته به پکې د کار زمینه مساعده شي، د مرکزي حکومت نه مو دا هیله ده، چې دا کې یو تفریحي پارک جوړ کړي.))

یو بل تن خوستی ځوان هم د نورو ملګرو غوښتنه تکراوي:

((نوم مې اشرف دی د خوست یو تن ځوان اوسیدونکی، که څه هم د خوست ځوانان دې لمر ته هم راځي او دې ځای کې سره راټولیږي، خو دولت د دې پارک جوړولو ته توجه نده کړې، تر څو د خوستیو ځوانانو لپاره دلته یوه ښایسته سیمه جوړه کړي، تر څو زرګونه ځوانان راشي او پدې ځای کې د مینې په فضاء کې میلې جوړې کړي.))

مدني فعال سمیع الله لمر هم له افغان حکومت نه غوښتنه کوي، چې د متون غونډۍ سلسلې په تفریحي سیمو بدلې کړي:

((موږ د مرکزي حکومت نه دا غوښتنه ده چې دې ځای ته دې پروژې رامنظورې کړي، موږ ته دې شنه پارکونه جوړ کړي، ځکه چې په خوست کې نږدې داسې بله د ساعتیری سیمه نشته، د خوست ساحه ډېره تنګه ده، هیله مو داده چې داسې پارکونه جوړ کړي، چې د خوستیو ځوانانو د هیلو سره برابر وي.))

د سردار شیرزي منګل په نوم یو تن خوستی ځوان وايي چې د ازادۍ مینې په شمال لوري کې د متون بابا غونډۍ اوږدې سلسلې دې په تفریحي سیمو بدلې ښي او له یو شین او مجهز پارک سیوا دې پدې ځای کې نورې ابادۍ او یا پرمختیايي پروژې نه پلي کیږي.

XS
SM
MD
LG